کورني خبرونهنړیوال خبرونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې د تریاکو بیې لس چنده زیاتې شوي او جنايي ډلې ترې ګټه پورته کوي

اړوند خبرونه:

ایران: افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید له امله تر سخت ګواښ لاندې یو

له افغانستانه د نشه‌یي توکو په قاچاق کې د ۲۱سلنه زیاتوالي په اړه د ایران اندېښنه

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې ادارې د مارچ په ۱۲مه (د حوت ۲۲مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو له خوا د کوکنارو د کر کیلې د بندیز په تعقیب، په افغانستان کې د تریاکو بیه لوړه شوې او “لوړې ګټې” یې جنایي ډلو ته ځي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د یو کیلو ګرام تریاک بیه ۷۵۰ ډالرو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې چې لا هم د کوکنارو کر بندیز نه و، د یو کیلو ګرام تریاک بیه ۷۵ ډالره وه، چې لس چنده زیاتوالی ښيي.

په افغانستان کې د تریاکو تولید چې یو وخت د نړۍ تر ټولو ستر تولیدوونکی و، په تېرو څو کلونو کې په پراخه کچه کم شوی، او دې مسئلې یې بیې لوړې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې اداره په خپله اعلامیه کې وايي: “د تجارت له کموالي سره سره د یو کیلو ګرام تریاکو لوړه بیه، لویې ګټې منځته راوړي چې په لومړي سر کې جنایي ډلې او صادرونکي ترې ګټه پورته کوي.”

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال په پای کې په افغانستان کې د تریاکو زېرمې نږدې ۱۳,۲۰۰ ټنو ته رسېدلې وې چې په پراخه کچه د مخدره موادو لویو صادرونکو او سوداګرو لخوا ذخیره شوې وې او دا ذخایر کولی شي تر ۲۰۲۷ کاله پورې د افغانستان د تریاکو اړتیاوې پوره کړي.

غاده والي د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو د مبارزې د ادارې رییسه غادي والي وویل: “د تریاکو د بیې لوړوالی او د پام وړ زېرمې د دې معنا لري چې په افغانستان کې د مخدره موادو قاچاق د یوې غیر قانوني ګټورې سوداګرۍ په توګه پاتې دی.”

هغې وویل چې د مخدره موادو سوداګري د نړیوالو سازمان شویو جنایي ډلو لخوا د “افغانستان، سیمې او له هغې هاخوا” ثبات ګډوډ کړی. دې د مخدره موادو د قاچاق شبکو د له منځه وړلو لپاره د یوې ستراتیژۍ غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا د نړیوالو ادارو دا ډول راپورنه رد کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button