افغانستان

ملګري ملتونه: افغان ښځې لاهم خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هیله منې دي

اړوند خبرونه:

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجراییه رییسې، سیما باهوس د ښځو اړوند د امنیت شورا په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، افغان ښځې لا هم هیله مندې دي چې خپلو هیلو ته به ورسیږي.

هغې زیاته کړې چې د افغانستان په څېر هېواد کې هم د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې روان څار ښيي چې ۹۲ سلنې افغانان، ښځې او نارینه دواړه؛ باور لري چې نجونو ته باید د منځنیو زده‌کړو اجازه ورکړ شي.

سیما باهوس داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، پرون د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نجونو زده‌کړو په اړه ویلي، دا ژمنه نه‌کوي چې نجونې به کله هم وکولی شي بیرته ټولګي ته راشي.

هغه زیاته کړې: «زه ژمنه نشم کولی چې د نجونو لپاره ثانوي ښوونځي بیا پرانیزو.»

د نجونو زده‌کړو په تړاو د مجاهد دغه څرګندونې داسې مهال دي چې طالبانو واک ته د رسېدو پرمهال ویلي وو، د ښوونځیو تړل کېدل لنډمهاله دي او د اسلامي شریعت او د افغاني کلتور د اصولو په مطابق د کړنلارې له جوړېدو وروسته به، له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button