نړۍ خبرونه

ملګري ملتونه او بشر حقونه: طالبان دې د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند بس کړي

ریچارډ بېنېټ: د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند د طالبانو د حاکمیت په “مغز او ایډیالوژۍ” کې ځای لري

ریچارډ بېنېټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر دی؛ په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه غونډه کې خبرې کولې، له نړیوالې ټولنې وغوښتل په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي چلند او جنسیتي ځورونه د بشریت پر ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.

د دغې څلور اونیزې غونډې د پیل په مراسمو کې د یاد سازمان د غړو هېوادونو پر استازو سربېره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د جمهوريت مهال ټاکل شوي استازي نصیر احمد فایق او د بشري حقونو یو شمېر فعالو افغان ښځو هم خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنټ او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبیعیض کاري ډله ګډ راپور باندې هم اوږده بحثونه وشول.

د وړاندې شوي راپور منځپانګه

دغه راپور چې تېره اوونۍ خپور شوی، په کې د افغانستان د ښځو او نجونو د بشري حقونه، محدویتونه، زدکړې،‌ کار او ازادۍ،‌ جنسي ځورونې او له ښځو سره تړلي ګڼ مسایل ارزول شوي دي.

راپور وايي، د طالبانو حکومت افغانستان کې د “جنسیت پر بنسټ د تبعیض تر ټولو افراطي بڼه او عمومي سانسور پلی کړی دی.

د دغه رپوټ‌ په یوه برخه کې ویل شوي، “نن ورځ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د سیستماتیک تبعیض یوه تر ټولو ښکاره بېلګه په پرله پسې توګه د فرمانونو، احکامو، اعلامیو او لارښوونو صادرول دي چې د دوی تګ راتګ، لباس، چلند، آزادۍ، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته د لاس رسي په ګډون، د هغوی حقونه محدودوي.”

د نجونو د حقونو په اړه هڅو پایله نه ده لرلي

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر چې څو ځلې افغانستان ته هم تللی او له طالب چارواکو سره یې بیا بیا لیدلي،‌ وايي د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د روان کال تر مې میاشتې پورې “له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر شوي دي” چې لویه برخه یې د ښځو او نجونو په اړه دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر د جینوا په غونډه کې له نړۍ غوښتل د طالبانو حکومت له خوا د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو ترپښو لاندې کولو پر وړاندې ودرېږي.

نوموړي وويل، “موږ باید تر خپلې وسې هڅه وکړو په افغانستان کې له ښځو او نجونو تروړل شوي حقونه بېرته ور کړل شي. افغان ښځو، نجونو، نرانو او ځوانانو چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوئ؛ موږ در سره یوو او د نړیوالې ټولنې له ټولو غړو هم غواړو له تاسو سره په دغه مبارزه کې ملګري شي.”

نور ولولئ: پر ښځو د طالبانو کاربندیز؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتي چارو ارزونه پيل کړې

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغه رپوټ‌ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې پرې د بحث په اړه څه نه دي ویلي.

د رپوټ په پای کې سپارښتنه شوې چې نړیواله ټولنه دې “د افغانستان په وضعیت کې ښکېله پاتې شي او د بشري حقونو د جدي سرغړونو لپاره د حساب ورکولو د ملاتړ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.”

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button