ملګري ملتونه: بودیجه کمه او ۶ میلیونه افغانان له روغتیايي خدماتو محرومیږي

اړوند خبرونه:
UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه
د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه
متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د بودیجې کمښت له امله به ۶ اعشاریه ۳ ملیونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شي.
دغه سازمان ویلي، چې د هېواد په لرې سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي چې ډېره برخه زیان به یې ښځې او ماشومان وویني.
له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی و چې د بودیجې د کمښت له امله به ۸۰ سلنه هغه روغتیايي مرکزونه چې دا سازمان یې تمویلوي بند شي.
بل خوا تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې د امریکا بهرنیو مرستو ځنډ سره افغانستان کې د بشري مرستو پروګرامونه هم په پراخه کچه اغېزمن شوي دي.
افغانستان کې د روغتیايي او بشري وضعیت د نازک کېدو راپورونه له هغې وروسته ورکول کېږي، چې د امریکا بهرنیو مرستو ځنډېدو سره نړیوالو بنسټونو او سازمانونو خپل فعالیتونه کم او یا هم وتړل.
د نظر خاوندان له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر دوام ټینګار کوي او غوښتنه کوي، چې له افغانانو سره دې هېڅ ډول مرستې نه سیاسي کېږي.