افغان کډوال

ملګري ملتونه: تېرو ۲ورځو کې نږدې ۹زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي

اړوند خبرونه:

عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي

علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د داوطلبانه وتلو د ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو وروسته، تر دې دمه ۸۹۰۶ کسان ایستلي دي. په ورته وخت کې، د نړیوالې کډوالۍ سازمان ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې ۸۰۲۵ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

یاد سازمان د چهارشنبې په ورځ، د حمل ۲۰مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د حمل له ۱۶مې نېټې راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په پاکستان کې په چټکۍ سره زیات شوی دی. دې سازمان ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې له پاکستان ایستل شوي کډوال د اقامت اسناد نه درلودل یا د افغانستان د تابعیت کارتونه (ای‌سي‌سي) لرونکي وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره همدارنګه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو لپاره د لنډمهاله استوګنځایونو د جوړولو خبر ورکړی دی. دې ادارې زیاته کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو دمخه په دې مرکزونو کې د هغوی پالنه کوي.

د پاکستان حکومت مخکې افغان کډوالو ته چې د اقامت اسناد نه لري یا د ای‌سي‌سي کارتونه لري، ضرب‌الاجل ورکړی و چې تر مارچ ۳۱مې نېټې پورې دې هېواد پرېږدي. پاکستان همدارنګه خبرداری ورکړی و چې د ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو وروسته به دا ډله کډوال له ایستلو سره مخ شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button