Uncategorized

ملګري ملتونه: د افغانستان پرمختګ د طالبانو لخوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو پر لرې کولو پورې تړلي

ملګري ملتونه وايي د افغانستان رفاه د طالبانو له خوا د ښځو د زده کړو پر محدودیتونو د لرې کولو پورې تړلې ده.

د دوشنبې په ورځ، د کب ۲۷مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه پرېکړه کې د دې سازمان د افغانستان د مرستندوی پلاوي (یوناما) ماموریت وغځاوه او ټینګار یې وکړ چې تر هغه وخته چې د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو د زده کړو او کار پر بندیز پای ونه لګوي، په افغانستان کې به سوله او رفاه تامین نه شي.

په دې پرېکړه کې د امنیت شورا غړو د یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې د ټولو رایو په اتفاق وغځاوه.

طالبانو چې له درې کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره واک ته رسېدلي دي، نه یوازې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تلو منع کړي، بلکې د پوهنتونونو او روغتیايي علمي مرکزونو دروازې یې هم د نجونو پرمخ تړلې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button