نړیوال خبرونه

ملګري ملتونه: د افغانستان ۲۳ میلیونه اوسېدونکي له ‘سختې’ لوږې سره مخامخ دي

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې له سختې لوږې سره د مخامخ وګړو شمېر، چې د ۲۰۲۱ کال په جولای کې ۱۴ میلیونه و، د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پورې ۲۳میلیون کسانو ته رسېدلی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، دمګړۍ د افغانستان اوسېدونکي د غذايي خوندیتابه له نشتون او د خوارځواکۍ له بې مخیني کړکېچ سره لاس او ګرېوان دي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د دغه بنسټ د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف د سې شنبې په ورځ خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په افغانستان کې د وږیو وګړو شمېر زیاتېدو، کورنۍ نهیلي کوونکو کړنو لکه په ټاکلي وخت خوراک نه کولو یا پور اخیستلو ته اړ کړې دي.

نوموړی وايي، دغه نه منونکی وضعیت د زیات کړاو د خوړو د کیفیت، کمیت او رنګارنګۍ د کموالي، د ماشومانو د زیاتې مړینې او همدارنګه د میندو، پلرونو او ماشومانو پر جسمي او رواني روغتیا د ناوړه اغېزو لامل شوی دی. نوموړی زياتوي،”د افغانستان ۹۵ سلنه اوسېدونکي په کافي اندازه خواړه نه خوري او دا شمېر په هغو کورنیو کې چې سرپرستي یې مېرمنې کوي، ۱۰۰ سلنو ته رسېږي.”هغه زیاته کړې، دا شمېر دومره لوړ دی چې له تصوره وتلې خبره ده او دا وضعیت یو تریخ حقیقت دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغمږي کوونکي زیاته کړې، روغتونونه له خوارځواکۍ سره په مخامخو ماشومانو ډک دي. په یو کلنۍ کې د ډېری دغو ماشومانو وزنونه، د پرمختللیو هېوادو له شپږمیاشتنیو ماشومانو سره برابر دي.

د هغه په خبره، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۸ کې یې د خوارځواکۍ کچه لوړه ده او له درې نیم میلیونو زیات ماشومان د تغذیې درملنې ملاتړ ته اړتیا لري. ښاغلي الاکبروف ویلي، سترې ننګونې په مخ کې پرتې دي او په افغانستان کې بانکي او مالي کړکېچ دومره سخت دی ۸۰ سلنه وګړي د پور اخیستو او د خوارکي او سون توکو د قیمت له لوړوالي سره مخامخ دي. نوموړي زیاته کړې، تر اوسه د نړیوالو شریکانو په مرسته له ۸ میلیونو ډېرو اړمنو افغانانو سره مرسته کړې ده او له خوارځواکۍ سره د مخامخو زرګونو ماشومانو لاسنیوی یې کړی دی.

نور یی ولوله | په کابل کې د شرف الدین اشرف د واده مراسم روان دي

د هغه په خبره، پلان لري چې سږ کال له خوارځواکۍ سره مخامخو ۳.۲ میلیونو ماشومانو سره مرستې وکړي. ښاغلي الاکبروف، د یوې نړېوالې غونډې له ګډونوالو چې پتېیل شوې د روانې میاشتې پای کې جوړه شي، غوښتي، په دې سختو کې شرایطو کې دې د افغانستان له اوسېدونکو سره سخاوتمندانه مرستې وکړي. له بل لوري د سره صلیب نړيوالې کومېټې هم اعلان کړی چې له ۲۴ میلیون ډېر افغانان مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د تېرکال پرتله د اړمنو وګړو شمېر ۳۰ سلنه ډېر شوی دی.

پتېیل شوې د روانې مارچ میاشتې په ۳۱مه ملګري ملتونه، بریتانیا، جرمني او قطر افغانستان ته د بشري مرستو راټولولو لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربتوب وکړي . مخکې ویل شوي وو چې په دغه غونډه کې به له افغانستان سره د څلور میلیاردو ډالرو بشري مرستو راټولولو غوښتنه وشي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button