Uncategorized

ملګري ملتونه: د دوحې ۳مه ناسته به د افغان ښځو حقونه څرګند کړي

د ملګرو ملتونو ویاند وايي، د دوحې په دریمه ناسته کې به د افغان ښځو پر حقونو بحثونه وشي

هاخوا د افغان ښځو د حقونو مدافع شنبه‌های ارغواني غورځنګ او نور بنسټونه وايي، د دوحې ۳مه ناسته چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې جوړېږي، د افغان ښځو او مدني ټولنو نه ګډون او طالبانو ته مشروعیت ورکول به ددغه هېواد له مېرمنو او نجونو له حقونو سره ظلم وي.

خو د ملګرو ملتونو ویاند وايي، د د دوحې د غونډې هدف دا دی چې «طالبان وهڅوي چې د افغانانو له ګټو سره سم په همغږي او منظم ډول له نړۍ سره خبرې وکړي.»

سټیفن دوجاریک زیاته کړه چې بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه به د «دوحې په غونډه کې په ټولو بحثونو کې مهم وي.»

د دوحې ۳مه ناسته یو بهیر دی او که غوڅ ګام؟

دوجاریک زیاته کړه چې د دوحې غونډې «د یوه بهیر برخه ده، نه یو ګام» او افغان ښځې او مدني ټولنې به د دې بهیر برخه وي.

طالبان به د راتلونکې اونۍ په پای کې قطر ته خپل استازي واستوي چې په دوحه کې په دوه ورځنۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو او د افغانستان لپاره د ۲۵ هېوادونو د ځانګړو استازو سره ګډون وکړي.

نور ولولئ: سیګار: طالبانو په ۲۰۲۳ کې سیاسي ګوندونه لغوه او ۱۶۰۰ بشري سرغړونې یې کړي

نور ولولئ:  له طالبانو د ولس عمومي کرکه ورځ تر بلې ډېرېږي

نور ولولئ: د افغان ښځو او نجونو د نیولو پر سر د طالبانو او یوناما ناندرۍ

دا د ملګرو ملتونو په مشرۍ درېیمه او د طالب چارواکو په شتون کې لومړۍ ناسته ده چې ترسره کېږي، خو له اصلي غونډې څخه د ښځو او مدني ټولنو د استازو وتل د پراخو نیوکو لامل شوي دي.

afghan (69)
سټیفن دوجاریک

د بشري حقونو څار سازمان اجرایوي مشرې تیرنا حسن، رویټرز ته وویل: «د دوحې له غونډې څخه د ښځو ایستل طالبانو ته د مشروعیت ورکولو خطر زیاتوي او د ښځو د حقونو د مدافع په توګه د ملګرو ملتونو باور او د هغوی معنا لرونکي ګډون ته زیان رسوي.»

د بشري حقونو څنډې ته کول

د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي اګنیس کالمارد د دوحې د دریمې ناستې په اړه وویل چې «د بشري حقونو په اړه خورا مهم بحثونه څنډې ته کول د منلو وړ نه دي او یو ډیر زیانمن تاریخ جوړوي.»

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشره روزماري ډی کارلو او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایو له طالبانو سره تر لیدنې وروسته د افغانستان د مدني ټولنې له ډلو سره جلا جلا لیدنې کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button