نړیوال خبرونه

ملګري ملتونه د ښځو په کار د نوي بندیز په اړه له طالب مقاماتو سره غږېږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر يا یوناما به نن چهارشنبه اپریل میاشتې په پنځمه له طالب مقاماتو سره په دې خبرې کوي چې ولې یې په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې کار ته نه دې پرېښې

یوناما به له طالب چارواکو څخه د هغوی د دغه «نوي بندیز په اړه وضاحت» وغواړي.

ملګرو ملتونو تېره ورځ وویل چې طالبانو یې په ننګرهار د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې ده. یوناما ویلي دي چې د طالبانو دا پرېکړه به اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو چارې زیانمنې کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د طالبانو دا کار غندلی دی او له هغوی یې غوښتي چې دا پرېکړه بیرته واخلی.

ګوتېرش ویلي دي که طالبان دا پرېکړه بدله نکړي، له اړمنو افغانانو سره به د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو ظرفیت کمزوری شي.

رويټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د ویاند دوچاريک له قوله راپور ورکړى چې ملګري ملتونه د طالبانو دا تازه اقدام څېړي او ټاکل شوې د ملګرو ملتونو استازي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړې.

دوو باخبره سرچينو دغه اژانس ته ويلي چې د طالبانو دغه پرېکړه د دې لامل شوې چې ملګرو ملتونو له خپلو ټولو نارينه او ښځينه کار کوونکو څخه غوښتي چې تر ۴۸ ساعتونو خپلو کارونو ته حاضر نشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګري راپور ورکوونکي ريچارد بنيت هم د طالبانو دغه پرېکړه له بشري حقونو څخه سرغړونه او هغه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل بللی.

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د طالبانو دا پرېکړه اشتباه بللې ده

هغه ويلي چې د طالبانو دغه پرېکړه به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو کمېدو سبب شي.

د راپورونو په اساس ملګري ملتونه اوس مهال په افغانستان کې د ۴۰۰ښځو په ګډون ٣٣٠٠ کار کوونکي لري چې زياته برخه يې د بشري مرستو رسولو په برخه کې فعاليت کوي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه وايي افغانستان کې د ښځو تر مدیریت لاندې کارونه د ورکېدو په حال کې دي

طالبانو تر دا مهاله پدې اړه څه نه ويلي خو پر افغانستان تر بيا حاکميت وروسته يې پر ښځو په بېلابيلو برخو کې محدوديتونه لګولي دى.

په تر ټولو نوې پرېکړه کې طالب چارواکو ټولو تعلیمي مرکزونو ته د نجونو په ورتګ بندیز ولګاوا.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button