ملګري ملتونه: لوی شمېر افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

اړوند خبرونه:
د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه
اوچا وايي افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه خلک د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري
په ناپاک چاپیریال لرونکو هېوادونو کې د افغانستان ۷ مقام
د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام اعلان کړی، چې د افغانانو یو لوی شمېر، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په غیر رسمي میشت ځایونو کې ژوند کوي، اساسي حفظ الصحې او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، او دا بیړنۍ مرستې ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو ادارې په وینا، د افغانستان په ډیری برخو کې د اساسي زیربناوو نشتوالی د دې لامل شوی چې د نفوس یوه د پام وړ برخه، په ځانګړې توګه په غیر رسمي میشت ځایونو کې، خوندي اوبو او اساسي روغتیایی خدماتو ته لاسرسی ونلري.
دې بنسټ نن (سهشنبه، د اپرېل ۱۵مه) په ایکس ټولنیز شبکه کې په یو پیغام کې، دې نړیوال سازمان د پاکو اوبو اهمیت او د عامې روغتیا او د انعطاف منونکو ټولنو په جوړولو کې د هغې رول باندې ټینګار وکړ.
د دې پیغام یوه برخه وايي: “اوبه د انساني وقار، روغتیا او د انعطاف منونکو ټولنو د بنسټ سمبول دی. خو په افغانستان کې، ډېر خلک لا هم له دې څخه محروم دي.”
افغانستان په وروستیو کلونو کې له ګڼو کړکیچونو سره مخ شوی دی، چې پکې وچکالي، داخلي کډوالي، د زیربناوو سقوط او د نړیوالو ملاتړ کموالی شامل دي. دې وضعیت په ډېری سیمو کې، په ځانګړې توګه د ښارونو او محرومو سیمو په څنډو کې، د څښاک اوبو او روغتیایی خدماتو ته لاسرسی یوه جدي ننګونه ګرځولې ده. نړیوالو سازمانونو په وار وار د میلیونونو افغانانو د ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده.