نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

ملګري ملتونه وايي ليبیا کې ټنونه یورانیم ورک شوي

پر اټومي انرژۍ د ملګرو ملتونو د څار سازمان وايي چې په لیبیا کې دوه نیم ټنه یوارنیم ورک شوي

د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان ویلي چې د دې اونۍ په لومړیو کې یې څارونکو له یوې ناپیژانده سرچینې د دغه درک څرک کړی دی.

دغه سازمان وروسته وویل چې په پلټنو کې ورته مالومه شوې چې د یورانیمو له ډبرو ترلاسه شوې۱۰ ډبې توکي ورک شوي دي چې ورسره د راډیولوژیکي او اټومي امنیت ګواښ شته.

د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان څرګنده کړې؛ هغه ځای چې یورانیم پکې ساتل کېدل د دولت تر ولکې لاندې نه و.

لیبیا د شمالي افریقا هغه هېواد دی چې وروستیو کلونو کې خپلمنځۍ شخړو ځپلی.

دغه سازمان په یوه ویناپاڼه کې ویلي هڅه به وکړي د اټومي توکو د له منځه وړلو شرایط او اوسنی ځای مالوم کړي.

دا لا روښانه نه ده چې دغه یورانیم کله ورک شوي.

د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان ویلي چې ټوله خواري یې پر دې ده چې د پېښې څرنګوالی روښانه شي، چې څه ډول کېدلی شي دغه اټومي توکي له منځه یوړل شي او دا چې اوس چېرې دي.

په دې پړاو کې پلټونکي له دې وېره لري چې د دغو اټومي توکو د مالوماتو له کمښت سره مخ نشي، هغه څه چې د راډیولوژیکي او امنیتي ګواښ وېره رادبره کولی شي.

پلټونکو ته دا درک لګېدلی چې د یوارنیمو دغه مرکز ته په اوس مهال کې ورتګ یو پېچلی ګام دی

د نړیوال اټومي سازمان پلټونکو تېر کال دغه ځای ته د ورتګ هڅه وکړه خو هلته د لیبیايي وسله والو ملېشو ترمنځ جګړو دغه سفر ناشونی کړ.

نور ولولئ: امریکا او اسراییل وایي اجازه به ورنه کړي چې ایران د اټومي وسلو خاوند شي

د ۲۰۰۳ ميلادي کال په دسمبر کې لیبیا په عامه توګه د اټومي او بیولوژیکي وسلو پرېښودو هوکړه وکړه او سلا پر دې شوه چې دغه هېواد به یوازې د بالسټیک توغندیو په درلودو پورې ځان محدودوي چې واټن به یې تر ۳۰۰ کیلومټرو ډېر نه وي.

خو ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د لیبیا د پخواني مشر معمر القذافي د واکمنۍ له پرځېدو سره دغه هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي ډلو ټپلو ووېشل شو. دا اوس هم دولتي واک په پلازمېنه طرابلس کې د لنډ مهالي حکومت او په ختیځ کې د جنرال خلیفه حفتر ترمنځ ویشلی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button