نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

امریکا او اسراییل وایي اجازه به ورنه کړي چې ایران د اټومي وسلو خاوند شي

امریکا او اسراییلو د یوې ګډې بیانیې په ورکولو سره څرګنده کړې چې پرې به نږدي ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي

دواړه هیوادونه په دې اړه ګډ تفاهم ته رسیدلي چې په منځني ختیځ کې د ایران نا ارامه کوونکي فعالیتونه به خنثی کوي.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جیک سالوان او د هغه اسراییلي سیال زاچي هانګبي د امریکې متحدو ایالتونو په پلازمېنه واشنګټن کې له یوې کتنې وروسته یوه بیانیه خپره کړه او ټینګار یې کړی چې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي په اړه به د متحدو ایالتونو او اسراییلو ترمنځ همغږي لا ټینګه شي.

د دې بیانې پر بنسټ دواړه هیوادونه اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي په اړه هوکړې ته رسیدلي دي.

د امریکا او اسراییلو نوموړو استازو په دې لیدنه کې د اټومي وسلو تر لاسه کولو په برخه کې د ایران پر پرمختګونو اندیښنه څرګنده کړه.

د دواړو هیوادونو تر منځ پر امنیتي همکاریو هم ټینګار شوی

په دې لیدنه کې د امریکا او اسراییلو تر منځ پر امنیتي همکاریو هم ټینګار شوی دی او د دواړو هیوادونو تر منځ پر ګډو نظامي مانورو او اسراییلو ته د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین پر سفر هم خبرې اترې وشوې.

خو په ډاګه شوې نه ده چې دا مانورې به کله تر سره شي او د امریکا دفاع وزیر به کله اسراییلو ته سفر وکړي.

د یوه نړیوال څیړنیز بنسټ په راپور کې د ایران د هستوي طاقت په اړه مالومات راغلي

د نړیوال امنیت او پوهنې بنسټ په یوه راپور کې لیکلي چې ایران کولی شي د یوه هستوي بم لپاره په ۱۲ ورځو کې مواد برابر کړي او د یوې میاشتې په جریان کې له څلورو د زیاتو اټومي بمونو د جوړولو وړتیا لري.

نور ولولئ: ادارې ایران نړیوالو پلټونکو ته اجازت نه ده ورکړې

د نوموړي بنسټ په راپور کې چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس لخوا هغه وړاندې شوي مالومات پکې راغلي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه یې تر سره کړي دي، لیکلي چې ایران کولی شي د ۷ اټومي وسلو لپاره د دریو میاشتو په موده کې کافي یورانیم غني کړي.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په خپل وروستي راپور کې ویلي چې ایران ښایي د فردو په اټومي بټۍ کې چې تر غرونو لاندې یوه کیندل شوې نظامي سیمه ده تر ۸۳.۷ سلنه پورې یورانیم غني کړي وي.

د ایران اټومي پرواګرم د دې لامل شوی چې د نوموړي هیواد او لویدیځ تر منځ سیاسي اړیکې وخت ناوخت خړې پړې شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button