نړیوال خبرونه

ملګري ملتونه: په هرو ۱۰۰زره ولادتونو کې ۶۳۷ ميندې مري

 ملګرو ملتونو سازمان د نفوس صندوق په افغانستان کې د میندو د مرګ و مير کچې د لوړيډو څخه اندېښنه ښودلې. دغه سازمان ويلي دي په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د حاملګۍ ستونزو په دلیل یا د ماشوم زيږولو پر وخت ژوند له لاسه ورکوي. د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (NFPA) په خپل يوه تازه رپوټ کې چې دوشنبې په ورځ خپور شوی، پکې يې په افغانستان کې د ميندو د وضعیت د لاخرابیدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان کې په هر ۱۰۰زره ژونديو ولادتونو کې ۶۳۷ میندې خپل ژوند لاسه ورکوي چې له دې سره افغانستان په آسیا او اوقیانوس سیمه کې د میندو د مرګ و میر له اړخه یو د لوړ میزان لرونکی هیوادونو څخه دی.

دغه سازمان خبرداری ورکړی که چیرته د میندو وضعیت ته پر وخت رسیدګي ونشي، نو دغه حالت به تر دې هم خراب شي. د ملګرو ملتونو سازمان د نفوس صندوق ويلي دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو او دغه هیواد باندې د بهرنيو مرستو په بندیدو سره، د خلکو وضعیت لاپسې خراب شوی دی. د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق په خپل بشردوستانه پروګرام کې د خدماتو د پراخولو له پاره، د ۲۰۲۲م کال له پاره د ۲۵۱.۹ ميليونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. دغه بنسټ ويلي دي چې غواړي په دغو پیسو باندې د افغان حامله میرمنو روغتيايي اړتیاو او دغه راز د ۳،۹ ميلیونه افغانانو په ځانګړې توګه ۲،۲ میلیونه حامله ښځو، ۳،۲ میلیونه تنکي ځوانانو او د ۲۸۹ زره هغو ميندو حفاظت ته رسیدګي وکړي چې سږکال ماشومان دنیا ته راوړي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق په خپل رپوټ کې د بیلګې په توګه د کندهار ولایت په ژيړۍ ولسوالۍ کې له داخلي بېځایه شوو څخه یادونه کړې ده چې هلته خلک مجبوره دي ساعتونه مزل وکړي تر څو یو روغتيايي مرکز ته ورسيږي. د ملګرو ملتونو سازمان دغه بنسټ په ژيړۍ ولسوالۍ کې د یوې ۱۹ کلنې افغانې مور له قوله لیکلي دي چې هغې روغتايي او ولادي مراقبتونو ته د نه لاسرسي له کبله خپل د ګېډې ماشوم سقط کړی دی. د انیسې په مستعار نوم دغې افغان مور ويلي دي: «ما سقط درلود او دوه کلنه لور مې هم ناروغه وه. موږ دواړو روغتايي پالنې ته اړتیا درولوده

نور یی ولوله | په غزني کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ۳ ماشومان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق دغه وضعیت ته د رسیدګۍ له پاره د افغانستان په مختلفو سیمو کې روغتيايي سیار ټیمونه جوړ کړي دي تر څو هغو افغانانو ته چې روغتيايي مراقبتونو ته لاسرسی نه لري، خدمات برابر کړي. دغه مور چې له دغو خدماتو څخه برخمنه شوې ده وويل: «زه نه پوهیدم چې چیرته ولاړه شم، بلاخره زموږ سیمې ته یو امبولانس راغی او موږ ته ېې وویل چې د وړیا درملنې له پاره ورته مراجعه وکړو. فوراً کور ته ولاړم تر څو مې دواړه لوڼې راواخلم چې درې واړه معاینه شو

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق استازی، الکساندر شاسا بوديروزا، ټينګار کړی دی چې په افغانستان کې بشري بحران تر ټولو ډير ښځو او نجونو ته زیان رسولی دی. هغه وويل په هرو دوو ساعتونو کې يوه افغان میرمن د حاملګۍ او زیږون ستونزې په دلیل کوم چې په اصل کې د پیشګرۍ وړ مساېل دي، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنیدو سره، په سلونو روغتيايي مرکزونو چې د نړیوال بانک له خوا تمویل کېدل، خپل فعالیتونه متوقف کړي دي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا وبا هم خپره ده، ډيری وګړي د شري او نورو ناروغیو پر وړاندې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button