افغانستان

ملګري ملتونه: ځینې هېوادونه د طالبانو د تګلارو له امله له زلزله ځپلو سره مرسته نه کوي

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان د ختیځ وروستۍ زلزلو شاوخوا نیم میلیون کسان اغېزمن کړي او د هغوی د بیړنیو اړتیاوو لپاره ۱۴۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

ملګرو ملتونو له ټولو هېوادونو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره خپلې مرستې چمتو کړي، څو د زلزله ځپلو ژوند له جدي خطر سره مخ نه شي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی چې را روان ژمی به د زلزله ځپلو حالت لا خراب کړي.

ملګري ملتونه وایي، یو شمېر هېوادونه د طالبانو د تګلارو له امله له مرستو کولو ډډه کوي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې مرسته باید د خلکو د ژغورلو لپاره وي، نه د سیاستونو پر بنسټ.

په راپور کې مشخصاً هغه هېوادونه نه دي ښودل شوي، چې له دې امله مرسته نه کوي، خو امریکا چې د نړۍ د بحراني شرایطو لوی مرسته کوونکی هېواد دی، لا یې افغان زلزله ځپلو ته مرسته نه ده منظور کړې.

د هېواد ختیځ زلزله کې تر ۲۲۰۰ ډېر هېوادوال وژل شوي، زرګونه ژوبل شوي او لسګونه زره کورنۍ بې کوره شوې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button