تجارت خبرونه

ملګري ملتونه: که همکاری ونشی د افغانستان بانکي نظام به سقوط شی

  افغانستان افغانستان

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی که د افغانستان له بانکي نظام سره همکاری ونشی  داسې امکان شته چې په څو میاشتو موده کې به دا نظام ویجاړ شي. د رویټرز خبري اژانس په رپور کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې یو این ډي پي  یوه درې مخیز رپور په اړه  چې پر دوشنبه خپور شوی ویلی چی  د بانکي نظام نړېدو او د دې

له امله  رامنځته شوی ټولنیز اغېزه به خورا ستر  وي. رپور کې ویل شوي چی د نغدو پیسو نشتوالي کړکنچ د پورونو او د  وګړو لږ ساتل شویو پیسو د ورکړې ناتواني د دې لامل کېدای شي چې بانکي نظام نسکور شي

د یو این ډي پي رپور کې ویلی د افغانستان بانکي راکړې  ورکړې او اقتصادي نظام د نړیدو په مهال کې دی. د افغانستان د تولید محدودې کچې اړ د ودې لپاره بانکي ستونزه باید په بیړه  حل شي او د افغانستان بانکي سسټم له ویجاړیدو څخه وژغورل شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې مشر عبدالله الدرداري رویټرز ته ویلي. په داسې مهال  کې چې د دې هېواد په اقتصاد کې د څلور میلیاردو ډالرو ارزښت افغانۍ شته یواځی  ۵۰۰ زره ډالرو ارزښت نغدې افغانۍ په راکړه ورکړه کې کاروول کېږی.

دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

نوموړی وايي پاتې نغدې افغانۍ له دې امله  یا په بالښتونو کې او یا په نیالیو کې پټې ساتل کېږي چې وګړی وېرېږي. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنی څخه  وروسته بهرنۍ مرستې تړل  شوې او د نغدو پیسو لاسته راوړلو  لپاره د بانکونو مخکې د وګړو  اوږده اوږده کتارونه د دې لامل شو  چې پر بانکي نظام زور  ډېر شي او د نغدو

 پیسو ورکړې لپاره محدوده کچه وټاکل شي د افغانستان بانکي نظام واکمنۍ ته د طالبانو له رسېدو وړاندی  هم له ستونزو سره مخامخ وو خو واکمنۍ ته د طالبانو له رسېدو څخه  وروسته نړیوالو مالي ادارو د افغانستان زېرمه شوې پانګه کنګل کړه چې له امله  یې ورسره په دې هېواد کې مالي ستونزه خورا زیاته شوی.

او پېچلې شوه . ښاغلی الدرداري زیاته کړی موږ باید داسې چارې ولټوو چې ډاډمن شو که د بانکوالۍ له یوې برخې ملاتړ کوو نو د طالبانو ملاتړ نه کوو. موږ له خورا ناوړه شرایطو سره مخ یو  چې باید پر ټولو احتمالي حل لاری  غور کړو او باید له چوکاټه څخه   بهر فکر پرې وکړو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button