کورني خبرونه

ملګري ملتونو افغانستان سره شپږ سوه میلیونه ډالره مرستی ژمنه کړی

  افغانستان  افغانستان

ملګري ملتونو  افغانستان کې د ژمنو  مرستو لپاره مو شپږ سوه میلیونه ډالره لاسته راوړی  ملګرو ملتونو ویلي چی  هغه شپږ سوه میلیونه ډالره مالي مرسته یې لاسته راوړی چی له نړیوالې ټولنې یې په افغانستان کې  ژمي  کې د بشري مرستو لپاره غوښتنه کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره  اوچا  وایي چی  د دې مالي مرستې ډیره  برخه یی د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او جاپان ورکړې. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان له بشري کړکیچ سره مخامخ دی او احتمال شته چې د دې هېواد نیمایي وګړي اینده  څو میاشتو کې له سختې لوږې سره مخامخ شي. د دې مرستو لویه برخه پر پر هغو ۱ میلیونه وګړو  لګول کېږي چې دا مهال تر ټولو بد حالت  کې دي. په تېره اګست میاشت کې افغانستان کی د طالبانو له واکمنی څخه وروسته ملګرو ملتونو لدی  هېواد سره د

 بېړنۍ بشري مرستو غوښتنه کړې. د سره صليب اوپراتيفي یا عملیاتي مشر ويلي اقتصادي بنديزونو  ناورین  په ځپلي افغانستان کې په پراخه توګه کړاو رامنځته کړى. دومېنيک ستېلهارت له بسپنه ورکوونکو هېوادونو غوښتنه کړی  چې د سختې خوارځواکۍ د مخنيوي لپاره دې افغانستان ته د پيسو لیږلو چاری  ومومي. ښاغلي ستېلهارت ويلي چی  افغانستان ته د خپل د سفر په بهیر کې يې کوچنیان لیدلی  چې له سختې لوږې سره مخامخ دی. د دوی د یوه پلان له مخې به دوی د افغانستان له ۱۸ مهمو روغتونونو سره مالي اوتخنیکي مرستې وکړي

دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

نوموړی وایی د راتلونکو شپږ میاشتو لپاره دی چې له مخې به یې د تر پنځه زره کارکوونکو معاشونه او نور لګښتونه ورکړی. همدا رنګه  پرون ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی  که د افغانستان له بانکي نظام سره همکاری  ونشی خطر شته کیدای شی  په څو میاشتو موده کې به دا نظام  ړنګ  شي.

د سره صليب د دغه لوړ پوړي چارواکي وایی چی  داسې مهال کی  چې ملګرو ملتونو وار له مخه خبردارى ورکړى چې را روان ژمي کې به څه د پاسه دوه ويشت ميليونه افغانان له احتمالي سختې لوږې سره مخامخ شی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button