نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

ملګری ملتونو شل سلنه کډوالې ښځې د جنسي زياتي ښکار کيږي

 افغانستان افغانستان

ملګری ملتونو شل سلنه کډوالې ښځې د جنسي روز زياتي ښکار کيږي. ملګرو ملتونو د جنسي تیری  په مقابل کې د کډوالو ښځو او نجونو د ښې ساتنې غږ کړی . ويل شوي چې کابو شل سلنه کډوالې د جنسي  تیری  ښکار کيږي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیسار فيليپو ګرانده د جمعې په ورځ په ژنيو کې د جنسي تیری  څخه د ښځو او نجونو د ساتنې له پاره د  زياتو  هڅو  غږ کړی. نوموړي ویلی چی  په ټوله نړۍ کې له افغانستان څخه نيولې تر  د کانګو ديموکراتيک جمهوريت او تر کولمبيا پورې د جنسي  تیری  قرباني ښځې نه بيانيدونکی کړاونه  ګالي ګرانده خبرداری ورکړی چې شاوخوا  شل سلنه کډوالې د جنسي جبر  بريدونو او جنسي تيري ښکار کيږي. نوموړي وویل چې د کرونا ناروغۍ له خپريدو رادیخوا  د ښځو او نجونو وضعیت نور هم خراب شوی.

دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

د ښوونځیو تړل کيدو له امله نجونې نور يوه خوندي ساحه نه لري او په مخ پر ډېريدونکي توګه د تیری  ښکار کيږي. ګرانده همدا رنګه  د کورني تاوتريخوالي، انساني قاچاق او جنسي ناوړه استفادې د زياتيدو په تړاو  هم رپور  ورکړی. هغه ویلی  چې د حکومتونو ترڅنګ له مرستندويه ټولنو، مدني ټولنو او بسپنه ورکوونکو څخه هم غوښتنه کړی  چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تیری  په مخنيوي کې دی  مرسته وکړي. ملګري ملتونو ویلی چی په جنګي سیمو کی پر کوچنیانو  تیری  ډېر شوی.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې د تازه رپور  په اړه  په دې وروستیو کې د هغو وګړو  شمیر چې تېښتې ته اړ کيږي ډېر شوی . د روان میلادي کال په لومړيو شپږو میاشتو کې په ټوله نړۍ کې تر ۸۴ ميليونو څخه  ډېر انسانان کډوال شوي .

 د ملګرو ملتونو سازمان تر اوس مهال پوری  د څه نا څه ۸۲ ميليونه مهاجرو څخه خبره کړی پداسی مهال کی چی د کډوالو شمیر خورا زیات شوی او ملګری ملتونه هڅی کوی چی د کډوالو ستونزی حل کړی .

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button