لوبې

ممبۍ انډینز د ټیمل میلز ځایناستی اعلان کړ

ممبۍ انډینز د سویلي افریقا لوبغاړی ټریستان سټبس د ټیمل میلز پر ځای لاسلیک کړ. میلز د پښې د ټپ له امله د هند غوره لیګ (آی پي ایل) ۲۰۲۲ کال لیګ څخه بهر شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د انګلستان لوبغاړي ټیمل میلز د ممبۍ انډینز لپاره په یوازې پنځه لوبو کې برخه واخیسته او د ۱۱.۱۷ په اکانومۍ سره یې ۶ ویکټې ترلاسه کړې.

نوموړي د ممبۍ لپاره وروستۍ لوبه د اپریل په ۱۶مه د لکنو سوپر جاینټس سره وکړه، چې پکې ټپي شو او اوس به د یو څه وخت لپاره دمه وکړي او په راتلونکي شل اوریزه بلاسټ سیالیو کې د سسیکس لپاره لوبیږي.

نور یی ولوله | مرکزي بانک: له افغانستان سره څه باندې ۷۶۰ مېلیونه ډالره مرسته شوې

سټبس په ۲۰ لکه هندي کلدارو لاسلیک کړی دی. نوموړي په کورني کرکټ کې ښه لوبېدلی او په سي ایس اې چیلنج سیالیو کې یې د ۴۸.۸۳ په اوسط ۲۹۳ منډې وکړې. هغه ټولټال په ۱۷ شل اوریزه لوبو کې ۵۰۶ منډې کړي دي.

د ممبۍ انډینز لوبډلې تر دې دمه په آی پي ایل سیالیو کې له نهو لوبو څخه یوازې یوه لوبه ګټلې او د نمرو د جدول په وروستیو کې ځای لري، دوی به نن د ګجرات ټایټنس لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button