سیمه

منظور پشتین ولې له دوو اوونیو راهیسې فعالیت ځنډولی؟

منظور پشتین د ” احتمالي ترور” د ګواښ له امله خپل فعالیتونه ځنډولي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین له پښتون قومي جرګې وروسته له “پرله پسې ګواښونو”سره مخ دی او له تېرو دوو اونیو راهیسې د رسنیو او عامو خلکو پر وړاندې نه دی راڅرګند شوی.

د پي ټي اېم یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې “پشتین هممهاله د “ترور ډلې” او امنیتي ځواکونو له خوا تر تعقیب لاندې دی”.

نوموړي ونه ویل چې د ترور ډله څوک ده، خو له دې وړاندې ددغه غورځنګ مشرانو خبرداری ور کړی، چې که پشتین ته زیان ورسیږي، مسوولیت به یې د پاکستان د امنیتي ادارو پرغاړه وي.

د پاکستان فدرالي حکومت د اکتوبر پر شپږمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د منع شويو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړ او پر فعالیتونو یې بندیز ولګاوه.

د امنیت ضد کړنو کې ښکېلېدل

د پاکستان فدرالي حکومت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې “پښتون ژغورنې غورځنګ په یولړ امنیت ضد کړنو کې ښکیل دی.”

هممهاله د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د پي ټي ایم د ملاتړو شناختي کارډ او پاسپورټونه به بند کړي او څوک چې له بنديز وروسته د پي ټي اېم ملاتړ کوي و به نيول شي او د ثبوت لپاره به ترې ویډیوګانې وشي.

د پي ټي اېم غړو افغانستان انټرنېشنل ته وویل چې په ټول پاکستان کې ددغه غورځنګ څه باندې زر تنه غړي نیول شوي او د سلګونو نورو کسانو بانکي اکاونټونه، شناختي کارډ او پاسپورټونه بلاک کړای شوي او له ځینو ویډیويي اقرار اخستل شوی.

د پاکستان حکومت د عامه نظم د خوندیتوب مقرراتو له مخې د پي ټي اېم ګڼ غړي نیولي او ډېر نور یې د ترهګرۍ ضد قانون (اې ټي اې)په څلورمه برخه “شیډول۴” کې اچولي چې له یوې ولسوالۍ نه بلې ولسوالۍ ته د کمشنر یا ولسوال له اجازې پرته تګ او راتګ نه شي کولای.

نور ولولئ: منظور پښتین: پاکستان د افغانستان په ناامنۍ کې د خیبر خاوره کارولي ده

نور ولولئ: منظور پښتین خلکو ته؛ راووځئ او د جرګې پرېکړې عملي کړئ

سندرغاړي شوکت عزیز ته، چې د پي ټي اېم لپاره سندرې جوړوي او څو ورځې وړاندې له هریپور زندان نه خوشی شو، د هغه د سټوډیو مالک خبر ور کړی چې دوکان خالي کړي، ځکه امنیتي ادارې پرې فشار راوړي.

د منظور پښتین د بانکي اکاونټ تړل کېدل

د عزیز بانک اکاونټ او نور سفري سندونه مسدود شوي دي.

افتاب شینواری پشتین د پي ټي اېم یو بل غړی دی چې د دفتر او کور مالکانو ورته ویلي چې د راتلونکې میاشتې تر لومړۍ نېټې ددوی له ملکیتونو ووځي. د نوموړي شناختي کارډ، پاسپورټ، د کار جواز او بانکي حسابونه ټول مسدود شوي. هغه پر خپل سوشل اکاونټ لیکلي چې ” د ماشومانو د ښوونځي د فیس ورکولو جوګه نه یم، خپله به کور کې درس ورته ووایم”.

قاضي طاهر مسید د پي ټي اېم بل جګپوړی غړی دی چې د اکتوبر پر ۱۱مه یې نوم په”شیډول ۴” کې اچول شوی او بانکي حسابونه، اسناد او کاروبار یې ټول بند کړای شوي دي.

پر دې سربېره د خیبر ولسوالۍ د باړې د سیاسي غورځنګ مشر خان ولي اپریدی نیول شوی او د کوکي خېلو قبیلې هغه مشران”شیډول۴” نوملړ ته اچول شوي چې د پي ټي اېم او پښتون قومي جرګې ملاتړ یې کړی.

پښتون ژغورنې غورځنګ له پښتون قومي جرګې وروسته د خیبر پښتونخوا په ټولو ولسوالیو کې د امن په نامه د پاڅونونو اعلان کړی و خو له څو پاڅونونو وروسته دغه بهیر اوس غلی دی.

د پي ټي اېم دوو غړو افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل چې “منظور پشتین د غورځنګ د مشرتابه کمېټې په مشوره غوره ګڼلې چې د وژلو او نیولو ګواښونو د کچې تر ټیټېدو پورې ځان تر یوه وخته له سوشل میډیا، رسنیو او په غونډو کې له راښکاره کېدو لرې وساتي”.

منظور پشتین او د نوموړي غورځنګ په پاکستان کې د میشتو پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او ددغه هېواد پوځ او څارګرې ادارې د ترهګرو په ملاتړ تورنوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button