منظور پښتین: دا ځل به لوبه د پاکستاني جنرالانو خلاف وي

منظور پښتین: دا ځل به لوبه د پاکستاني جنرالانو خلاف وي، ځکه دوی هر وخت جګړه غوښتي او بریالي شوي، خو دا ځل به لوبه ددوی د توقع خلاف وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پښتین په خوست او د افغانستان په نورو سیمو د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې توند غږ پورته کړی او پاکستاني چارواکو ته یې خبرداری ورکړی چې د جګړې پایلې به دا ځل د دوی په ګټه نه وي.
تاریخي درس او اوسنی وضعیت؛ منظور پښتین: دا ځل به لوبه د پاکستاني جنرالانو خلاف وي
منظور پښتین د پاکستان لخوا پر افغان خاوره د بمبار د غندلو ترڅنګ ویلي، چې اسلام اباد باید په دې غلط فهمۍ کې پاتې نشي چې دوی به د تېر په څېر له دې لوبې ګټونکي راوځي. ښاغلي پښتین په خپلو خبرو کې وویل: ”تاریخ په اوږدو کې زموږ ملت اکثر د لوبې په پیل کې تاواني ښکاري، خو انجام به یې بیا نړۍ یاد ولري.“
د نوموړي په باور، په سیمه کې روان تاوتریخوالی او نوې جګړې تصادفي نه دي، بلکې دا یوه سپارل شوې پروژه ده. پښتین وايي چې د چین د پراختیايي پروژو د مخنیوي لپاره پاکستان ته د جګړې د پیدا کولو دنده سپارل شوې ده، چې اصلي قربانیان یې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت لر او بر پښتانه او افغانان دي.

د جنرالانو خوبونه او د پښتنو واقعیت؛ منظور پښتین: دا ځل به لوبه د پاکستاني جنرالانو خلاف وي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستاني پوځي چارواکو او استخباراتي شبکې پر نیتونو کلکې نیوکې وکړې. هغه د پنجابي جنرالانو د ذهنيت په اړه وویل:
”پنجابي جرنیلان فکر کوي چې د لوبې په پای کې به دوی د ډالرو او نړیوالو تجارتونو څیښتن شي، لاهور، اسلام اباد او فیصلاباد به د مستیو، رڼاګانو او خندا مرکزونه وي.“
خو د پښتین په وینا، د دې “لوبی” بله خوا د پښتنو لپاره ډېره تیاره ده. هغه زیاته کړه چې د جنرالانو د دې پلانونو په پایله کې به ”پښتون ته یوازې اوښکې، وینې، د ښځو او ماشومانو لوی لوی ادیرې، لادرکه ځوانان، سپینږیري، او له کوېټه تر پېښوره او له وزیرستانه تر سوات پورې ویجاړ بازارونه پاتې شي.“
د چین اقتصادي پروژې او د ملتپالو اندېښنې
یوازې منظور پښتین نه، بلکې ګڼ شمېر نور پښتانه ملتپال او سیاستوال هم په دې باور دي چې په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو وروستی زیاتوالی نېغ په نېغه د چین د اقتصادي او پراختیايي پروژو (CPEC) د ګډوډولو هڅه ده.
راپورونه ښيي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو، د پاکستاني طالبانو (TTP) او بلوڅ بېلتونپالو د بریدونو له امله په ډېرو سیمو کې د چین اړوند پروژې یا درېدلې او یا هم ټکنۍ شوې دي.
د بریدونو شالید او د طالبانو غبرګون
منظور پښتین دا څرګندونې داسې مهال کوي چې وړمه شپه پاکستاني الوتکو د افغانستان پر درېیو ولایتونو (خوست، پکتیکا او کنړ) هوايي بریدونه ترسره کړل. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې کابو ۱۴ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل کې د طالبانو حکومت دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د پاکستان دا عمل یې د افغانستان پر حریم تېری بللی دی. د طالبانو ویاندویانو ویلي چې دوی به په یو مناسب وخت کې د دغو بریدونو ځواب ورکړي.



