سیمه ییز خبرونه

منظور پښتین: په قبایلو سیمو کې د پاکستاني پوځ ډرون برید جنګي جنایت دی

اړوند خبرونه: 

منظور پښتین: پاکستان د افغانستان په ناامنۍ کې د خیبر خاوره کارولي ده

د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د تېرې شپې د ډرون برید غندلی دی.

په پښتونخوا کې قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ ډرون بریدونه دوام لري.

تیره شپه په شمالي وزیرستان کې په یوه ډرون برید کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

محلي خلکو او د ضلعي انتظامیې چارواکو ویلي چې د برید ښکار شوي ټول کسان د یوې کورنۍ دي.

د برید وروسته په سیمه کې وېره او ترهه خپره شوې او خلک په خپلو کورونو کې هم ځانونه محفوظ نه احساسوي.

په قبایلي سیمو کې مخکې امريکا ډرون بریدونه کول، خو اوس پاکستاني پوځ دا بریدونه پیل کړي دي.

منظورـپشتین وايي چې پاکستاني پوځ قبایلي سیمې د خپلو ډرون تجربو لپاره کاروي او په خلکو بریدونه کوي.

نوموړی زیاتوي چې د پاکستان پوځ خپل اهداف تجربه کوي.

ښاغلي منظور ویلي، نړیواله ټولنه او د بشر حقونو سازمانونه باید د پاکستاني پوځ د دې جنګي جرمونو د مخنیوي لپاره خپل رول پر ځای کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button