ژوند

په بیلابیلو هیوادونو کې د وګړو د منځني عمر کچه

د زيات يا کم عمر درلودل د وکړو له ژوند، د هغوی له خوړو، عادتونو او ټولنيز ژوند سره تړاو لري. په دې وروستيو کې د ‘منځني عمر’ عبارت ډېر خوله په خوله کيږي او يو ځانګړی ارزښت يې پيدا کړی دی

موږ نن هغه هېوادونه در پيژنو چې د منځني عمر کچه پکې تر نورو هېوادونو ډېره ده.

۱- جاپان:

جاپان د نړۍ په کچه لومړنی هېواد دی چې د منځني عمر درلودلو کچه پکې له نورو هېوادونو لوړه ده. په جاپان کې اوس مهال د منځنی عمر کچه ۴۸٫۴ کاله ده چې د لوړ منځي عمر درلودونکو هېوادونو په قطار کې لومړی ځای لري. جاپان هېواد په دويمه نړيواله جګړه کې ډېر زيانمن شو خو د جګړې له پای ته رسېدو سره سم دوی بېرته چټک پرمختګ وکړ او اوس د نړۍ شپږم اقتصادي قدرت دی.

۲- جرمني:

جرمني په نړۍ کې دويم هېواد دی چې د منځي عمر کچه پکې لوړه ده. په نوموړي هېواد کې دا مهال منځنی عمر ۴۵٫۹ کاله دی چې له جاپان وروسته دويم ځای لري. د نړۍ او په ځانګړې توګه د اروپا لويې وچې له پرمختللو هېوادونو بلل کيږي.‌ جرمني هېواد هم له دویمې نړيوالې جګړې وروسته ډېر ونړيد خو بېرته ژر راپورته شو او ښه مخکې لاړ. جرمني په موټر جوړولو کې ځانکړی نوم لري او د موټر جوړولو مشهورې کمپنۍ د جرمني هېواد دي. په اقتصاد کې هم جرمني له جاپان يو څه وروسته په اووم ځای کې موقعيت لري.

۳- ايټاليا:

ايټاليا هېواد د لوړ منځني عمر لرونکي هېوادونو په لېست کې دريم ځای لري. په ايټاليا هېواد منځنی عمر ۴۵٫۶ کاله دی چې لوړ منځنی عمر بلل کيږي.

۴- انګلستان:

انګريزان هم په منځني عمر کې د ډېرو نورو هېوادونو له وګړو مخکې دي. په انګلستان کې دا مهال د منځي عمر کچه ۴۰٫۵ کاله ده چې د نړۍ په سطحه څلورم ځای لري.

۵- کاناډا:

کاناډا د منځي عمر لرونکو هېوادونو په قطار کې پنځم هېواد دی. په کاناډا کې اوس مهال د منځني عمر کچه ۴۰٫۳ کاله ده.

۶د امریکا متحده ایالات:

په امريکا متحده ايالاتو کې د منځي عمر کچه ۳۸٫۵ کاله ده.

۷- چين:

چين هېواد په ډېر کم تفاوت د امریکا متحده ايالاتو نه وروسته د لوړ منځني عمر لرونکو هېوادونو په قطار کې اووم ځای لري. د چين په هېواد کې د منځي عمر اوسنۍ کچه ۳۸٫۴ کاله ده.

۸- جنوبي کوريا:

په جنوبي کوريا هېواد کې د منځني عمر کچه ۳۷٫۸ کاله ده چې په دغه لېست په اتم ځای کې موقعيت لري.

۹- ارجنټاين:

په ارجنټاین هېواد کې د منځني عمر کچه تر ډېرو نورو هېوادونو ښه ده چې ۳۲٫۶ کاله ده.

۱۰- روسيه:

روسيه هېواد د دغه لېست وروستی هېواد دی چې د منځني عمر لرلو کچه پکې اوس مهال ۳۲٫۴ کاله ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button