
اړوند خبرونه:
ملا فضل الرحمان ته د عمر زاخیلوال توند غبرګون
ملا فضل الرحمان له ملا هیبت الله سره د لیدنې لپاره کندهار ته رسېدلی
مولانا فضل الرحمان، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر، د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ویلي چې د طالبانو پرته، “له ظاهر شاه څخه تر اشرف غني پورې، د افغانستان ټول حکومتونه د پاکستان مخالف وو.”
نوموړي ټینګار کړی چې تر د کشمیر له مسئلې مخکې باید د افغانستان مسئله ته پام وشي.
هغه زیاته کړې: “تر د کشمیر مسئلې مخکې موږ باید د افغانستان له لارې فکر وکړو چې پاکستان د یوه دولت په توګه ولې له افغانستان (طالبانو) سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې ښه نه کړې. دا باید په یاد ولرئ چې له ظاهر شاه څخه تر هند پورې، هر حکومت چې (په افغانستان) راغلی، د هند طرفدار و، پرته له اسلامي امارت افغانستان (طالبان).”
فضل الرحمان، چې د پاکستان یوه جنجالي مذهبي او سیاسي څېره ده، تېر کال د جدي میاشتې په جریان کې افغانستان ته سفر وکړ او له طالبانو سره یې لیدنې وکړې. هغه له دې سفر وروسته ویلي و چې د طالبانو له مشر سره یې هم ملاقات کړی دی.