سیمه ییز خبرونه

مولانا فضل الرحمان: پاکستان کې د بریدونو مسئول افغانان نه دي

مولانا فضل الرحمان وايي، پاکستان کې د بریدونو او چاودنو مسئولیت پر افغانانو مه اچوئ

نوموړی داسې مهال دغه خبره کوي چې اسلام اباد بار، بار ویلي، پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ په افغانستان کې د ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو د پټنځایونو له امله دي.

تازه د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ د پاکستان په ملتان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د دغه هیواد پوځ ته په اشارې سره ويلي، چې «په پاکستان کې د بریدونو پړه دې پر افغانانو نه اچول کیږي.»

هغه وايي، له ترهګرۍ سره مبارزې «ترهګري لا زیاته کړې ده.»

د افغانستان پرضد امریکا ته د هوايي اډو ورکول

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ یکشنبه د (غبرګولي ۱۳مه) د پاکستان په ملتان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په دغه هیواد کې د نا امنۍ په اړه اندېښنو ته اشاره وکړه او ویې ويل چې «که چیرې ترهګر له افغانستان څخه راځي نو پر ډیورنډ کرښه ولاړ پوځيان یې ولې راپریږدي.»

هغه وايي، هغه مهال چې «پرویز مشرف د پاکستان واک په لاس کې لرل، امریکا ته یې د افغانستان د بمبارد لپاره د پاکستان هوايي اډې په واک کې ورکړې او زرګونه افغانان یې پې ووژل.»

نور ولولئ: ملا فضل الرحمان ته د عمر زاخیلوال توند غبرګون

نور ولولئ:  ملا فضل الرحمان له ملا هیبت الله سره د لیدنې لپاره کندهار ته رسېدلی

مولانا د پاکستان پوځ ته په اشارې وايي، «کله چې تاسو افغانان بمباردول هغوی له تاسو شکایت وکړ؟ تاسو خپله فضا امریکا ته د بمبارد لپاره ورکړه او شل کاله مو زرګونه کسان پې ووژل هغوی له تاسو ګیله وکړه؟»

afghan (42)
مولانا فضل الرحمان

د مولانا فضل الرحمان د سیاست بدلون

د ۲۰۲۴ کال د پاکستان په ټاکنو کې تر ناکامېدو وروسته مولانا فضل الرحمان د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکې زیاتې کړې دي او د تحریک انصاف عمران خان ګوند سره یې په ګډه په سیاسي مخالفت لاس پورې کړی.

شنونکي وايي، مولانا فضل الرحمان چې کله هم په پاکستان کې له سیاسي امتیازه بې برخې شي نو د حکومت او پوځ په وړاندې پارونکي ویناوې کوي.

مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې هم پر پاکستاني پوځ نیوکې کړې وې چې د «افغانستان د تېر جمهوري حکومت په وړاندې د جګړې لپاره یې له پاکستانه ۳۰ زره وسله وال افغانستان ته د جګړې لپاره استولي وو.»

د پاکستان پوځ پر مولانا فضل الرحمان او ده ته ورته ملایانو باندې پانګونه کړي او هر وخت یې د سیاسي موخو لپاره کارولي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button