مولانا فضل الرحمن: افغانستان او پاکستان باید له زغم نه کار واخلي

د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، افغانستان او پاکستان باید خپلې تاریخي او فرهنګي اړیکې لا پیاوړې کړي او د ګډو ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو لاره خپله کړي.
مولانا فضل الرحمن په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت له لوري د اسد د ۲۴مې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ تاریخ، دیني اړیکې او کلتوري ارزښتونه ایجابوي چې کابل او اسلاماباد د سولهییزو او پیاوړو ګاونډیانو په توګه ګډ کار وکړي.
د کابل او اسلاماباد ستونزې د خبرو له لارې حل کېدای شي
مولانا فضل الرحمن د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسنیو اختلافونو ته په اشارې وویل، دواړه لوري د ستونزو د حل غوښتونکي دي او موجود خنډونه د خبرو، تفاهم او مذاکراتو له لارې له منځه تللی شي.
هغه ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید د تقابل پر ځای د همکارۍ فضا رامنځته کړي.
افغانستان او پاکستان د سیمې لپاره مهم رول لري
د جمعیت علمای اسلام مشر وویل، افغانستان او پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د منځني ختیځ، مرکزي اسیا، سویلي اسیا او ختیځې اسیا ترمنځ د اړیکو مهم پل جوړولی شي.
هغه زیاته کړه: «موږ غواړو افغانستان او پاکستان د دوو وروڼو او ګاونډیو اسلامي هېوادونو په توګه د نړۍ پر وړاندې د یوه واحد دریځ استازیتوب وکړي.»
مولانا فضل الرحمن د اسلامي هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې اسلامي نړۍ باید پر خپلو ظرفیتونو او ګډو امکاناتو ډېر تمرکز وکړي.



