سیمه ییز خبرونه

مولانا فضل الرحمن: ډېر ژر به عمران خان د اشرف غني په برخلیک اخته شي

د پاکستان جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن یو ځل بیا پر عمران خان سختې نیوکې کړې دي. هغه په یوه ولسي غونډه کې ویلي، عمران خان به هم د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په برخلیک اخته شي.

فضل الرحمن زیاته کړې، چې د عمران خان حکومت مشروعیت نه‌لري او بې‌صلاحیته دی. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې امریکا غواړي افغانستان او پاکستان هېڅ وخت ښه دوستان نه‌شي:

نور یی ولوله | افغانستان ته د پیسو پر لېږدولو بندیز د میلیونونو خلکو ژوند ته خطر پېښ کړی

فضل الرحمن چې د ډیورنډ پر کرښه د افغانستان او پاکستان امنیتي ځواکونو تر منځ وروستیو شخړو ته یې اشاره وویل چې دولتونه ممکن د سرحدونو په اړه مختلف موقفونه ولري خو دا هر څه د مذاکراتو له لارې حل کېدونکي دي.

د یادولو ده چې مولانا تر دې وړاندې هم پر عمران خان تندې نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې که وضعیت همداسې روان وي پاکستان به هم ډېر ژر سقوط وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button