ژوند او ټولنه

مولوي نور جلال جلالي: افغانستان کې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره نړیوالې مرستې ضرور دي

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، د روغتیايي ستونزو لپاره نړیوالې مرستې اړینې بولي

د طالبانو عامې روغتیا وزیر د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له حوزوي مشر سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړۍوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه بللې ده. په دغه لیدنه کې د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو په اړه هم خبرې شوي.

د طالبانو د عامي روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د (لړم ۱۴مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې د روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د حوزي مشر پیو سمیت سره لیدلي او په افغانستان کې یې د روغتايي مرکزونو پر زیاتولو، په سپینو سیمو کې د نویو روغتايي مرکزونو جوړېدو، د ګرځنده روغتايي خدمتونو د کیفیت ارزونې او باثباته مرکزونو ته د بدلولو، د مور او ماشوم برخې خدمتونو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د نړۍوالو مرستو د جلب په اړه ورسره خبرې کړې دي.

د افغانستان کمزوری روغتیايي سیسټم

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دغې ډلې د روغتیا وزیر له قوله لیکلي: «د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړۍوالو روغتیايي ادارو مرستې اړینې دي او غوښتنه کوو، چې د روغتیا وزارت سره په همغږۍ په هغو برخو کار وکړو، چې د وزارت له لومړیتوبونو څخه وي.»

نور ولولئ: د عامې روغتیا وزیر خلکو ته؛ خپل ماشومان د واکسین په وسیله له ناروغیو وژغورئ

نور ولولئ: د کولمو د ښې روغتیا لپاره باید څه وکړو؟

همدارنګه د دغه وزارت په اېکس پاڼه د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق د حوزوي مشر پيو سمیت له قوله لیکل شوي، چې د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا په برخه کې به نړۍوالي مرستې راجلب کړي: «موږ هڅه کوو، چې په افغانستان کې د خدمتونو د پراختیا په موخه روغتیايي ځالې زیاتې او په دې برخه کې خپلو چارو ته لا دوام ورکړو.»

په افغانستان کې د شري ناروغۍ خورېدل

د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق حوزي مشر په داسې حال کې د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر سره لیدلي، چې د دغه ډلې د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ويډیويي کليپ کې تېره ورځ یکشنبه د (لړم ۱۳مه) ناوخته ويلي، چې په شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی او يوازې له دوی سره د ثبتو شويو ناروغانو شمېر شپږ زرو ته رسېدلی چې له پخوا ډیر دی.

که څه هم روغتيايي نړۍوالو سازمانونو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د مور او ماشوم د وضعت په اړه خپل وروستي معلومات نه دي شريک کړي؛ خو تېر ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفن ډوچارېک ويلي و، چې افغانستان د زېږون پر مهال د میندو د مړینې له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button