ځایی

مولوي کبیر: د امنیت شورا دوه مهم غړي “چین او روسیه” له موږ سره دي

مولوي کبیر وايي، چین او روسیه له ډېر وخت راهیسې د طالبانو همکاران دي او له دوی سره مرسته کوي

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، چې د امنیت شورا دوه دایمي غړي ډیری وخت ددوی همکار دي او په ډېرو برخو کې یې ورسره مرسته کړي ده.

مولوي کبیر داسې مهال دغه خبره کوي چې لا هم د دوی رژیم د روسیې او چین لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

شنونکي وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مهال روسیې له طالبانو سره د لرې واټن ویشتونکو لیزري وسلو مرسته کوله او د یوه مشروع نظام پر وړاندې یې حمایه کول.

پر نړیوال سټېج د افغانستان خلاف پرېکړې

مولوي کبیر په کابل کې د یو سوداګریز مرکز د چارو په پرانېستونکې غونډه کې وویل، چې د طالبانو د حکومت بهرنی سیاست دومره پیاوړی دی، چې د افغانستان خلاف په نړۍوال سټېج کې څوک هم ناسمه پرېکړه نشي کولی.

هغه ادعا وکړه، چې له نړۍوالو سره په تعامل کې طالبان له هېڅ راز ځنډ او خنډ سره مخ نه دي.

نور ولولئ: مولوي کبیر پنجشیریانو ته په خطاب کې؛ زموږ په نظام کې توپیري چلند نشته

نور ولولئ: پر ګاونډیو هېوادونو د طالبانو غږ؛ افغان کډوال جبري مه راشړئ

مولوي کبیر وویل: « موږ په خپله سیاسي ډپلوماسي کې دې حد ته رسیدلي یو، چې په امنیت شورا کې دوه دایمي غړي اکثره وخت زموږ همکار پاتې کیږي».

نوموړي د امنیت شورا ددغو دوو دایمي هېوادونو نومونه یاد نه کړل، خو طالبان له چین او روسیې سره نږدې اړیکې لري، چې دواړه د امنیت شورا دایمي غړي دي.

ملګري ملتونه او د امربالمعروف قانون

د طالبانو دغه چارواکی وايي، چې ملګري ملتونه او امنیت شورا د امر بالمعروف قانون پر وړاندې په دې نه دي بریالي شوي، چې یوه ګډه پرېکړه وکړي.

نوموړي دا په نړۍواله ډپلوماسۍ کې د طالبانو د حکومت سیاسي بری وباله.

مولوي کبیر وویل، چې له افغانستان نه هیچا ته ستونزه نه پیښیږي او دوی نړۍوالې ټولنې ته په روښانه ټکو کې ویلي، چې د ښځو له زده کړو پرته په هره برخه کې ورسره تعامل ته تیار دي.

د طالبانو د ریاست الوزراء دفتر رپوټ ورکړی چې مولوي کبیر په سياسي ډګر کې د ددې ډلې هڅې بریالۍ وګڼلې او ویې ویل، چې افغانستان په انزوا کې نه دی اودا مهال په نړۍ کې ۴۰ سیاسي استازولۍ لري.

دارنګه نوموړي وویل، له فرانسې، جرمني، کاناډا او انګلیستان یې غوښتي چې په کابل کې سفارتونه پرانیزي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button