کورني خبرونه

مولوي کبیر د دوحې ۳مې ناستې راپور لا هم نه دی مطالعه کړی

د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي کبیر لا تر اوسه د دوحې ۳مې ناستې راپور نه دی مطالعه کړی

طالبان د دوحې له دریمې ناستې چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې جوړه شوي وه، خوښ دي او له لاسته راوړنو یې ډکه بولي، خو له دې سره، سره مولوي کبیر د یادې ناستې بشپړ راپور نه دی مطالعه کړی.

د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې یې د خپل رژیم د پلاوي کاري راپور لا پوره نه دی مطالعه کړی.

په دغه ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشري د دوی عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد کوله.

د دوحې ۳مې ناستې لاسته راوړنې

مولوي عبدالکبیر د دې تر څنګ په یاده ناسته کې د دوی د پلاوي له ګډون او لاسته راوړنو خوښې ښودلې او ویلي: ملګري ملتونه زموږ شرایط مني، موضوعاتو ته یې هلته وخت ورکړ، هلته مختلف ملاقاتونه شوي دي، هغه راپور چې ماته مجاهد صیب راکړی تر اوسه مې ټول مطالعه کړی هم نه دی، ډیر ملاقاتونه شوي دي، له رسمي غونډې ترڅنګ چې د هېوادونو له استازو سره لیده کاته شوي دي.

نور ولولئ: نصیر احمد فایق د دوحې ۳مه ناسته کې د افغان مېرمنو د ګډون غوښتنه وکړه

نور ولولئ: ملګري ملتونه: د دوحې ۳مه ناسته به د افغان ښځو حقونه څرګند کړي

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد: “د دوحې ۳مه ناسته کې د ګډون بشپړ چمتوالی لرو”

مولوي عبدالکبیر و ویل: څلویښت سیاسي استازولۍ لرو، نو څه کم درې کلونو کې سره له دې چې امریکا بدماشي کوي خو په نږدې درې کلونو کې دومره سیاسي استازولۍ د امریکا د مخالفت سربېره، زموږ پر سالم سیاست دلالت کوي.

afghan (67)
د دوحې دریمه ناسته

د دوحې ۳مه ناسته او پایله یې

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د سولې انستیتوت په یوه تازه لیکنه کې د دوحې د درېیمې ناستې د بې پایلې توب خبره کړې او ویلي، چې د طالبانو د سخت دریځۍ له امله نړیوال دوی سره د تعامل په اړه زړه نازړه دي او دا څرګندوي، چې یاده ناسته چندان عملي پایلې نه شي لرلی.

یو شمېر شنونکو بیا د مولوي کبیر وروستۍ څرګندونې له معاصرې حکومتولۍ څخه د طالب چارواکو د پراخ لیرې والي واضح مثال ګڼي او وایي د یوه رژیم سیاسي مرستیال چې شاوخوا یوه میاشت وروسته هم د دوحې ناستې له راپوره لا نه دی خبر، نور چارواکي به یې څه خبر او ورته مسوولانه اقدامات ولري؟

پر دې سربېره، ځینې کارپوهان زیاتوي چې د افغانستان او ددې ملت په اړه طالب چارواکي چې اوس یې د افغانستان واک په لاس کې دی، سطحي برخورد کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button