ستاسې اند او نظر

مولوي کبیر: که نړۍ مو په رسمیت نه پېژني، بیا هم ۳۸ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لرو

د طالبانو دغه لوړپوړی چارواکی وايي چې د نړۍ له لوري په رسمیت نه پېژندلو سره بیا هم ۳۸ هېوادونو کې استازولۍ لرو

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال په لغمان کې يوې لوي غونډي ته وويل، چې که یې نړۍ په رسميت نه پېژنې؛ خو په ۳۸ هېوادونو کې سياسي څانګې لري او د ډېرو نورو هېوادونو سره یې د سوداګرۍ چارې روانې دي.

دغه چارواکي ويلي، چې وطن يې امن دی او نړۍ ته هم امن غواړي.

طالبان له نړۍ سره د تعامل غوښتونکي دي

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير سې شنبه لغمان ته تللی او هلته يې په يوې لویه ولسي او نظامي غونډه کې ويلي، چې د نړۍ سره تعامل او د خپل هېواد په څېر نورو هېوادونو ته امن غواړي.

هغه ويلي: « د نړۍ په ۳۸ ملکونو کې سياسي نمایندګۍ لرو، سیاسي اړيکي ورسره لرو، که په رسمیت مو څوک نه پېژنې؛ خو د سیاسي نماینده ګيو ترڅنګ مو تجارت هم روان دی.»

نور ولولئ: پر ګاونډیو هېوادونو د طالبانو غږ؛ افغان کډوال جبري مه راشړئ

نور ولولئ: مولوي کبیر په افغانستان کې د القاعده موجودیت رد کړ

نور ولولئ: پر امر بالمعروف د مولوي کبیر غږ: له خلکو سره نرمښت وکړئ

د طالبانو د دغه چارواکي په خبره، چې تېره شل کلنه مبارزه یې په هېواد کې د “اشغال” پر وړاندې وه او جمهوري نظام افغانانو ته د منلو نه وړ و.

haqani
د طالبانو لوړپوړي چارواکي

هغه وویل: « ز موږ شل کلنه مبارزه د نظام د اشغال پر وړاندې وه، هغه نظام افغانانو ته د منلو نه و، زموږ د قربانیانو او شهیدانو ارمان پوره شوی دی، د تېر نظام مسوولینو او خلکو ته مو بخښنه کړې ده، اوس یو ارام او هوسا افغانستان غواړو.»

طالبان وايي، زموږ سیاست اقتصاد محوره دی

د هغه په ټکو چې سياست يې متوازن دی او د سالمي پاليسۍ له مخې ټول بندرونه د سوداګري پر مخ خلاص دي.

مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل چاته اجازه نه ورکوي، چې د پرديو په مرسته په وطن کې ناامني جوړه کړي.

نوموړی وايي، چې د اړیکو د کمېسیون له لارې تر ۷۰۰ زيات افغانان، چې د منفي تبلغاتو له مخې له وطنه تللي بېرته راغلي دي.

د یادونې وړ ده چې طالبان سره له دې چې نړۍ یې په رسمیت نه پېژني او هره ورځ له نړۍ سره د تعامل هڅه هم کوي، خو د نړیوالو پر وړاندې یې د سیاست ژبه بې نظمه ده او داسې ښکاري چې طالب چارواکي په دې برخه کې یوه جامع تګلاره نه لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button