تجارت خبرونهټکنالوجي

مولوي کبیر: کورني او بهرني پانګوال دې د افغانستان پر اوبو پانګونه وکړي

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پر اوبو پانګونه وکړي

هاخوا پانګوال بیا وايي، د طالبانو رژیم کورنی او نړیوال مشروعیت نه لري، نو ځکه په ډاډه زده په افغانستان کې پانګونه نه شي کولی.

تازه د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وايي، افغانستان د برښنا د صادروونکي هېواد له وړتیا برخمن دی؛ خو دا کار ندی شوی او د یو وارداتي هېواد په توګه پاتې دی.

له خطر سره د پانګې مخامخ کېدل

خو یو شمېر پانګوالو د نوم نه خپرولو پر شرط افغان‌ناو خبري شبکې ته وویل، په افغانستان کې د طالبانو رژیم کورنی او بهرنی مشروعیت نه لري او نه هم د کوم ځانګړې اساسي قانون پر اساس قراردادونه کېږي، نو که چېرې دوی پانګونه کوي، نو په دې حالت کې یې پانګونه له خطر سره مخامخ کېږي.

مولوي عبدالکبير پرون دوشنبه د میزان ۹مه د افغانستان د برښنايي انرژۍ د پانګونې د فرصتونو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې د افغانستان پر اوبو او برښنایي سرچینو پانګونه وکړي.

نور ولولئ: پر ګاونډیو هېوادونو د طالبانو غږ؛ افغان کډوال جبري مه راشړئ

نور ولولئ: مولوي کبیر د دوحې ۳مې ناستې راپور لا هم نه دی مطالعه کړی

په دې کنفرانس کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې افغانستان د انرژۍ د تولید او له کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید او صادرولو لوړ ظرفیت لري؛ خو په تېرو لسيزو کې په قصدي ډول د انرژۍ د واردونکي هېواد په توګه ساتل شوى دى.

afghan 2024 10 01t122032.528

د پروژو د عملي کولو توان

په ورته مهال د برښنا شرکت مسوولانو هم ویلي، چې په هېواد کې د ۵ میلیارډ ډالرو پر وړتیا د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې د پروژو دعملي کولو ظرفیت شتون لري.

عبدالباري عمر له دولتي ادارو او خلکو څخه د برښنا د لګښت د پورونو د ورکړې غوښتنه وکړه او وایي، چې له دې سره به وکولی شي خپل تخنیکي سیسټمونه لوړ او د ضایعاتو مخنیوي وکړي.

د برښنا نشتون بیا یوه داسې مسله ده، چې افغانان ورسره مخ دي.

اقتصاد پوهان وایي په کور دننه د برښنا د تولید لپاره ډېرې سرچینې شته؛ خو د دوی به وینا اوس هم د افغانستان د خلکو میلیونونه ډالره پانګه د بهرنیو هېوادونو جېبونو ته ځي.

له بلې خوا افغان پانګوال وايي، که د طالبانو رژیم په هېواد دننه او بهر سیاسي تضمین خپل کړي او په رسمیت وپېژندل شي، نو زیات شمېر پانګوال به خپله پانګه افغانستان ته انتقال کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button