تجارت خبرونهسیمه ییز خبرونه

موټر چلوونکي د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوی غواړي

کندهار ته د بې‌کیفیته تېلو له واردولو څخه د موټرلرونکو شکایتونه ډېر شوي دي

په کندهار کې موټرچلوونکي وایي، د بې‌کیفیته تېلو وارداتو مخه باید ونیول شي؛ ځکه چې نه یواځې د وسایطو د خرابېدو لامل ګرځي بلکې د خلکو اقتصاد ته هم ضربه رسوي.

بلخوا ځايي مسوولین وايي، دوی د تېلو کیفیت په جدي ډول څاري خو زیاتوي چې له دې سره سره ځيني کسان په قاچاقي توګه بې‌کیفیته تېل واردوي.

په کندهار کې د موټر چلوونکو شکایت

په کندهار کې یو موټرچلوونکی خالد احمد وایي، څو ځله یې موټر د بې‌کیفیته تېلو له امله عوارض کړی او له پنځه زره افغانۍ ډېر زیان ورته رسېدلی دی.

هغه زیاتوي : «خراب تېل د موټر ټول ماشین ته زیان رسوي، نو موږ په موټر دومره پيسې نه ګټو لکه بېرته چې ورباندې مصرفوو، زموږ غوښتنه دا ده چې د خرابو تېلو مخه ونیول شي.»

نور ولولئ: په کابل کې د ایران د سوداګرۍ مرکز پرانستل شو

یو بل موټرچلوونکی بلال بیا وایي: “موږ ته هر پمپ‌والا وايي چې زموږ تېل سم دي، خو ما چې تېل موټر ته اچولي په ډېرو ځایونو کې خراب وو. غوښتنه مو دا ده چې په جدي ډول یې مخنیوی وشي او هغه کسان جریمه شي چې بې‌کیفیته تېل راوړي.”

د تېلو د سوداګرو اتحادیې رییس مسعود راحت وایي، د پخوا په پرتله تر ډېره د بې‌کیفیته تېلو واردولو مخنیوی شوی خو دا چې لا هم ځيني وخت دغه ډول تېل راوړل کېږي، د مخنیوي لپاره یې پوره هڅې کړې دي.

د تېلو واردوونکي او سوداګر

هغه وایي، په تېرو اووه میاشتو کې چې دوی په کندهار کې فعالیت پيل کړی، ۸۵۰۰ ټانکره تېل یې په لابراتوار کې کتلي چې له دې جملې ۵۸۰ ټانکره تېل منفي یا بې‌کیفیته راغلي دي.

د تېلو واردوونکی نجیب‌الله وایي:”موږ ته دا تېل په مرز کې په ضمانت راکول شوي، خو دلته چې اوس وکتل شول دوی وایي، منفي دي؛ نو زموږ غوښتنه دا ده چې د بې‌کیفیته تېلو مخنیوی په مرز کې وشي، بیا به موږ ته دومره مشکلات نه جوړېږي.”

د نورم او سټنډرد ادارې مسوولین وایي، د هر ټانکر تېلو د کتنې یا معاینې پر مهال که چېري تېل بې‌کیفیته ثابت شي نو د تېلو له واردوونکي څخه ۴۳۰ ډالر د لابراتوار د معاینې پیسې اخیستل کېږي، خو که باکیفتیه تېل یې وراد کړي وي بیا د لابراتوار پیسې نه ترې اخیستل کېږي.

د یادونې ده، هېواد ته ډېر تېل له ایران څخه واردېږي چې وخت ناوخته لسګونه ټانکر بې‌کیفیته تېل بېرته دغه هېواد ګرځول کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button