Uncategorized

مټیو میلر: له طالبانو سره د تعامل شرط افغان خاوره د نورو پرضد نه کارول دي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره تعامل شرط افغان خاوره د نورو پرضد نه کارول دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټیو میلر وايي، له طالبانو سره په تعامل کې د سپینې ماڼۍ شرط دادی چې د افغانستان خاوره به د نورو پرضد نه کارول کېږي.

مټیو مېلر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې باوري کړي، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد نه کارېږي.

د اسلام اباد بار، بار ادعا

طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون کې ژمنه کړې، چې بهرنیو وسلوالو ډلو ته په افغانستان کې ځای نه ور کوي او له افغان خاورې به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي.

خو د طالبانو واکمنېدو او پاکستان کې د وسلوالو بریدونو ډېرېدو سره اسلام اباد بیا بیا طالبان تورنوي چې د دغه هېواد ضد وسلوالو ته یې پنا ور کړې ده.

د تېرې دوشنبې په ورځ د پښتونخوا په بنو کې د پاکستان پر پوځي مرکز له برید او د اتو پاکستاني پوځیانو تر وژل کېدو وروسته د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو مرستیال سفیر احضار کړ.

نور ولولئ: جنرال مکېنزي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو پښېماني ښودلي

نور ولولئ: د بریتانیا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جنګي جرمونه څېړي

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه سمه وبلل

پاکستاني چارواکو له نوموړي وغوښتل چې په دې برخه کې پلټنې وکړي او سملاسي ګام پورته کړي.

له توندلارۍ د پاکستانیانو زیانمنېدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم وړمه ورځ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وینا کې وویل، چې «د پاکستان خلک له ترهګرۍ او توندلارۍ ډېر زیانمن شوي دي.»

د مټیو مېلر په خبره، امریکا د سیمې له امنیت د ګواښونو ختمولو کې د پاکستان له حکومت او ولس سره ګډې ګټې لري.

هغه زیاته کړه، چې بیا بیا یې له افغان طالبانو د دې ډاډمنول غوښتي چې «په ترهګریزو بریدونو کې افغان خاوره نه کارېږي.»

مټیو مېلر زیاتوي «له طالبانو سره تعامل کې لومړیتوب یې هم دا و او دی چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد ونه کارېږي.»

طالبان تل دا وايي چې په افغانستان کې وسلوالې ډلې نشته او نه هم افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد د بریدونو لپاره کارېږي.

دوی د پاکستان حکومت د افغانستان پرضد د داعش په روزلو هم تورونوي، خو پاکستاني چارواکي ورته ادعاوې ردوي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په نړیوالو غونډو کې هڅه کوي تر څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلې د پټنځای په توګه معرفي کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button