نړیوال خبرونه

مک‌کال: جوبایډن دې له طالبانو سره بندي امریکايي خوشي کولو ته لومړيتوب ورکړي

مایکل مک‌کال ویلي، د امریکا ولسمشر دې له طالبانو سره بندي راین کاربیټ خوشي کولو ته لومړیتوب ورکړي

امریکایي وګړی راین کاربیټ د ۲۰۲۲ کال د اګسټ به ۱۰ د طالبانو لخوا ونیول شو او تر اوسه په زندان کې دی.

د کاربیټ کورنۍ وايي، دوی یې د روغتیا په اړه اندېښنه لري، ځکه هېڅ ډول معلومات ترې نه لري.

له جوبایډن د مک‌کال غوښتنه

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک‌کال ویلي، تر اوسه څرګنده نه ده چې د بایډن ادارې له طالبانو د یوه امریکايي وګړي راین کاربیټ د خلاصون لپاره کومې هڅې کړي.

هغه له بایډنه وغوښتل چې د امریکا ولسمشر په توګه خپل واک وښيي او د کاربیټ سملاسي خوشې کیدل حتمي کړي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰ مه راین کاربیټ ونیو.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر د چهارشنبې په ورځ وویل چې راین کاربیټ په ډیر بد حالت کې په بند کې ساتل کیږي او له فزیکي ستونزو سره مخامخ دی.

نور ولولئ: مک‌کال افغانستان ته د امریکايي چارواکو سفر له افغانانو سره خیانت بولي

نور ولولئ: مایکل مککال دا له واقعیته لېرې بولي چې طالبان په سیمه کې د امریکا امنیتي شریکان دي

مایکل مک‌کال وویل، «راین کاربیټ، یو مهربان میړه او پلار دی، په افغانستان کې یې له یوې لسیزې څخه زیات وخت د خلکو لپاره د بشري مرستو او فرصتونو په برابرولو کې تېر کړي. له هغه سره باید د مجرم په توګه چلند ونه شي.»

afghan (41)
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو مشر مک‌کال

د راین کاربیټ رواني روغتیا خرابېدل

هغه یو ځل بیا د امریکا له ولسمشر څخه وغوښتل چې په خپل ځواک سره رامخکې شي او د راین سملاسي خلاصون ته لومړیتوب ورکړي.

د راین مېرمن ویلي چې د میړه رواني او فزیکي روغتیا یې په وروستیو میاشتو کې د پام وړ خرابه شوې ده.

طالبانو د دغه امریکايي وګړي د نیول کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې مخکې وال سټریټ ژورنال د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له خولې لیکلي و چې طالبانو د راین کاربیټ د خوشې کېدو په بدل کې د محمد رحیم الافغاني چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په ګوانتانامو کې بندي دی، د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

راپورونه وايي، امریکا د راین کاربیټ د خوشي کولو په بدل کې د محمد الافغاني د خوشي کولو پر معاملې له طالبانو سره خبرې نه دي کړي.

اوس د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال غواړي، چې سپینه ماڼۍ د راین کاربیټ خوشي کولو ته لومړیتوب ورکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button