نړیوال خبرونه

مک کال: له افغانستانه د امریکا وتلو سره د داعش بهرني عملیات ډېر شوي

د کانګرس دغه لوړپوړی غړی وايي، کله چې امریکا افغانستان پرېښود، د داعش بهرني عملیات هم ډېر شوي دي

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، چې د امریکا له وتلو او افغان حکومت له پرځېدو وروسته په «زرګونو ترهګر» له زندانه وتښتېدل چې په نورو هېوادونو کې د داعش په بریدونو کې مرسته کوي.

مک‌کال وویل، «داعش ډله د مکسیکو له لارې امریکا ته دننه شوې

مایکل مک‌کال د بایډن د ادارې پر سرحدي تګلارو نیوکه وکړه او دا یې د داعش په څېر ترهګرو ډلو ته یو چانس وباله چې پر امریکا بریدونه وکړي.

د ډونالډ ټرمپ ژمنه

جمهوري غوښتونکو په وار، وار پر ډیموکراټانو نیوکه کړې چې امریکا ته د لاتینې امریکا د کډوالو د ننوتلو مخه نه نیسي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې که د نومبر په ټاکنو کې بریالی شي نو له مکسیکو سره به پر پوله دیوال جوړ کړي.

درېیو امریکايي چارواکو د چنګاښ په میاشت کې این‌بي‌سي نیوز ته وویل چې له داعش سره تړلې د انساني قاچاق شبکې له منځنۍ اسیا او نورو ځایونو څخه تر ۴۰۰ زیات کډوال امریکا ته راوستي دي.

نور ولولئ: مایکل مککال دا له واقعیته لېرې بولي چې طالبان په سیمه کې د امریکا امنیتي شریکان دي

نور ولولئ: مک‌کال افغانستان ته د امریکايي چارواکو سفر له افغانانو سره خیانت بولي

نور ولولئ: مک‌کال: جوبایډن دې له طالبانو سره بندي امریکايي خوشي کولو ته لومړيتوب ورکړي

دوی ویلي چې پر روسیې د داعش وروستي برید د امریکا پر خاوره د دغې ډلې د بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر سي‌بي‌سي شبکې ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ یې یو مطلب خپور کړی او یو ځل بیا یې د پخواني افغان حکومت د پرځېدو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی.

افغانستان کې له زندانونو د داعش وتل

هغه وویل: «موږ د افغانستان مخکیني حکومت پرځېدل ولېدل. په زرګونو داعش جنګیالي د بګرام له زندانه ووتل او بالاخره د افغانستان، تاجکستان او پاکستان په ځینو سیمو کې میشت شول.»

هغه زیاته کړه، «هغوی (د داعش خراسان څانګه) خپله لاره پرانیزي، دوی د مکسیکو له لارې متحده ایالاتو ته ننوځي.

مک‌کال په متحده ایالاتو کې د داعش د اتو مشکوکو غړو نیول کیدو ته په اشارې سره وویل، «پوښتنه دا ده چې د دوی څومره نور کسان دلته (په متحده ایالاتو) کې دي.»

د متحده ایالاتو رسنیو راپور ورکړ چې اته تنه د تاجکستان وګړي د غبرګولي په ۲۲ په نیویارک، لاس انجلس او فلاډلفیا کې د داعش له خراسان څانګې سره د تړاو په تور ونیول شول.

تر دې مخکې د وري په میاشت کې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر له افغانستانه بهر د داعش د مخ پر ودې عملیاتي وړتیا په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.

مایکل مک‌کال خبرداری ورکړ چې داعش اروپا او امریکا ته ګواښ دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button