Uncategorized

میتو میلر: افغانستان زموږ تر څار لاندې دی، د القاعده مشر وژنه یې ښه ثبوت دی

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي چې لا یې هم افغانستان تر کلک څار لاندې دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان واشنګټن ته په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي په اړه ځواب ورکوونکي دي.

میتو مېلر په کابل کې د اېمن الظواهري وژلو ته په اشارې په تونده ژبه وویل، چې افغانستان د امریکا تر نظر لاندې دی.

ښاغلي مېلر د یوې خبري ناستې پر مهال په افغانستان کې د ترهګریزو کړنو د زیاتوالي په اړه خبرې کولې.

طالبان باید پر خپلو ژمنو ودرېږي

هغه د افغانستان انټرنشنل د خبریالې مرضیه حسیني د پوښتنې په ځواب کې وویل، طالبان باید پر هغو ژمنو ودرېږي چې د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه یې کړې دي.

طالبان د القاعده په شان ډلې ترهګرې نه بولي او د سیمې او لویدیځو هېوادونو د غوښتنو سره، سره هم له افغانستانه د هغوی اېستلو ته زړه نه ښه کوي.

house
انځور؛ دا په کابل کې هغه کور دی چې د القاعده مشر ایمن الظواهري په کې ووژل شوږ

نور ولولئ: د امریکا بې پېلوټه هم پر غزه ګزمې کوي

نور ولولئ: د امریکا مخکښ ډیپلوماټ هنري کیسینجر د ۱۰۰ کالو په عمر ومړ

نور ولولئ: د امریکا خزانې وزارت د ولسي جرګې پخوانی مشر او زوی په مالي فساد ککړ بللي

طالبانو ویلي، دغو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې په نورو هېوادونو بریدونه وکړي.

د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو له شتون څخه په اندېښنه کې دي.

پاکستان په بېلابېلو ویناوو کې ویلي، چې افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي او په هغو پورې د تړلو ډلو مخه نه نیسي چې په پاکستان کې بریدونه کوي.

له طالبانو د امریکا غوښتنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له طالبانو وغوښتل، چې د ترهګرو وسله‌والو ډلو پر ضد دې ګام واخلي.

هغه په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر اېمن الظواهري وژنې ته په اشارې په څنګ زنه توګه خبرداری ورکړ، چې امریکا به د اړتیا په وخت کې د ننه په افغانستان کې دغه ډلې په نښه کړي.

هغه وویل:« په افغانستان کې ټول حالات زموږ تر څار لاندې دي.»

د القاعده شبکې مشر اېمن الظواهري د زمري په اتمه نېټه په کابل کې د امریکا د هوايي برید په پایله کې ووژل شو. طالبانو په افغانستان کې د هغه شتون او وژنه رد کړه.

القاعده ډلې هم د خپل نوي مشر د ټاکلو په برخه کې او همدا رنګه یې د اېمن الظواهري د وژنې د بڼې په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

خو لا هم د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستانه د ناامنۍ ویره لري او څو ځله یې ویلي چې داعش په افغانستان کې د ودې په حال کې دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button