افغانستانسیمه

میرویس عزیزي: افغانستان کې د کنسر درملنې روغتون جوړوم

دغه افغان شتمن وايي چې افغانستان کې د کنسر یا سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون جوړوي

افغان پانګوال میرویس عزیزي غواړي افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو پرمختللی روغتون، زېږنتون او د یتیمانو لپاره یو پالنځی جوړ کړي.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیز چې متحده عربي اماراتو کې یو له لویو پانګوال دی له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې افغانستان کې د خپلو مرستندویه کارونو په اړه غږیدلی.

عزیزي ګروپ تېره روژه میاشت کې له بې وزلو سره د مرستې لپاره د متحده عربي اماراتو د دولت له یوه پروګرام سره د لس میلیونه درهمو مرسته وکړه چې شاوخوا ۲۹ ملیونه ډالره کېږي.

د افغانستان لپاره د هغه پلان

د بي بي سي خبریال له نوموړي وپوښتل چې ډېرو تمه لرله چې داسې مرسته به افغانستان کې بې وزلو سره وکړي، ښاغلي عزیزي افغانستان کې له بې وزلو سره د خپلو کړو مرستو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان کې د خیر ښیګڼې کارونو لپاره یې سل میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

نور ولولئ: د تي سرطان په معلومولو کې د سپي مرسته

هغه وویل: ”زه افغانستان کې یو پروګرام لرم ، همدا اوس زموږ ډیزاینران پر هغه کار کوي، زه کابل ښار کې ۳۵۰ جریبه ځمکه لرم چې د طالبانو له راتګ وړاندې مې په ۲۵ میلیونه ډالر اخیستې وه، موږ غوښتل هلته ښارګوټی جوړ کړو، خو اوس هلته ښارګوټی نه جوړوو، زه غواړم هلته د سرطاني ناروغیو یو پرمختللی روغتون جوړ کړم چې د ناروغانو درملنه به پکې وړیا وي، زیږنتون او د یتیم پالنې مرکز چې لس زره یتیمان به په کې زدکړه کوي روغتیايي او نور خدمات به لري، هم جوړوم. د دې درې پروژو لپاره مې سل میلیونه ډالر بیل کړي، نو افغانستان مې له یاده نه دی وتلی. ”

په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون نشته

افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې لپاره روغتون نشته او دې برخه کې شته خدمات په نشت حساب دي. دوه کاله وړاندې د افغانستان له سرطان سره د مبارزې بنسټ د بورډ مشرې نسرین اوریاخېل ویلي وو، د درملنې د امکاناتو او کافي معلوماتو نشتوالي له امله افغانستان کې د سرطان ۷۵ سلنه ناروغان مړه کېږي.

نوموړې د روغتیا نړیوال سازمان په حواله وویل هر کال افغانستان کې شل زره کسان په سرطان اخته کېږي چې ۱۵ زره پکې مړه کېږي.

په افغانستان کې تر ټولو ډېر د تیو سرطان دی، ورپسې د معدې سرطان دی چې ډېر کسان پرې اخته کېږي.

میرویس عزیزي په افغانستان کې د بانکدارۍ پر وضعیت هم خبرې کړې.

ښاغلی عزیزي په دې مرکه کې افغانستان کې د بانکونو پروضعیت هم غږېدلی او وايي، راتلونکو څو میاشتو کې به پر خلکو خپلې امانتې پیسې وسپاري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button