افغان کډوال

میرویس عزیزي: له ایرانه راستنېدونکو کډوالو سره ۱میلیارد افغانۍ مرسته کوم

اړوند خبر: 

د ایران سني مذهب امام عبدالحمید: له افغان کډوالو سره د ایران چلند نه زغمونکی دی

میرویس عزیزي له ایرانه له راستنېدونکو کډوالو سره د یو میلیارد افغانیو د مرستې ژمنه کړې ده.

ملي پانګوال او ‏د عزيزي بنسټ مشر، میرویس عزیزي له ایرانه راستنېدونکو افغان کډوالو سره ۱ میلیارد افغانیو په ارزښت بېړنۍ مرسته اعلان کړه.

عزیزي ویلي، چې له ایرانه د «هېوادوالو» جبري اخراج او د هغوی پر ناوړه وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د عزیزي بنسټ د ۱ میلیارد افغانیو په ارزښت له مرستې سربېره نوموړي پر ملي او نړیوالو مسوولو مرستندویه ادارو غږ کړی، چې دې «انساني فاجعې» ته جدي پام وکړي.

یاد بنسټ دا مرسته داسې مهال اعلان کړې، چې نړیوالې ادارې له ایرانه د راستنېدونکو افغان کډوالو د لاسنیوي برخه کې د تمویل له کمښت شکایت لري.

طالبانو تر اوسه د دغه افغان پانګه وال د مرستې اعلان په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت تېره ورځ راپور ورکړ، چې ایران د میلادي کال له پیله تر جولای میاشتې پیل پورې، ۷۴۱ زره افغانان ایستلي دي.

راستانه شوي افغانان د بېړنۍ سرپناه، خوړو، روغتیايي مرستو او په دوامداره توګه د کاري فرصتونو غوښتنه لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button