سیاست

میر رحمان رحماني په دوبۍ د څه باندې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت جایداد اخیستی

رحماني او د هغوی زوی په دوبۍ کې د څه باندې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت جایداد پېرلی دی

د ولسي جرګې پخواني رئیس میر رحمان رحماني د جمهوریت پر مهال په قراردادونو کې ژور فساد وکړ چې له امله یې په لسګونه میلیونه ډالر تر لاسه او د سویس په بانکونو کې ذخیره کړل.

خو تازه د سازمان شويو جرمونو او فساد د راپور ورکولو پروژې په نوم یوې څېړنیزې شبکې په خپل راپور کې لیکلي، چې د ولسي جرګې پخواني مشر او د هغه زوی په دوبۍ کې د ۱۵.۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت جایدادونه اخیستي دي.

له دغه جایداد ترلاسه کېدونکي عواید

د راپور له مخې، میر رحمان رحماني او اجمل رحماني هرکال مېلیونونه ډالر له دغه جایدادونو څخه ترلاسه کوي.

د دغه راپور پر بنسټ چې د سه شنبې په ورځ د ( غویي په ۲۵مه) خپور شو، په دوبۍ کې د رحماني او د زوی جایدادونو کې یې څو اپارتمانونه او څو پوړیزه ودانۍ شاملې دي.

نور ولولئ: دمریم سما او رحماني ناندرۍ

نور ولولئ: د امریکا خزانې وزارت د ولسي جرګې پخوانی مشر او زوی په مالي فساد ککړ بللي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېر کال په لېندۍ میاشت کې د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مشر او د هغه د زوی اجمل رحماني او هغوی پورې پر تړلو ۴۴ شرکتونو یې په اروپايي او اسیایي هېوادونو کې بندیزونه ولګول.

دا هم ولولئ:  افتاب احمدخان شېرپاو: اسلام اباد ته د متقي د سفر ځنډېدل وضاحت ته اړتیا لري

دغه وزارت دغه پلار او زوی تورن کړل، چې په افغانستان کې یې په «پراخه کچه مالي فساد» کې لاس لاره.

د دغې پرېکړې پر دوام، رحماني د امریکا د دولت پر ضد شکایت وکړ او دغه تورونه یې رد کړل.

د پېرل شوي جایداد اندازه

په دغه تازه څېړنیز راپور کې راغلي، لږ تر لږه د رحماني او د هغه زوی پورې تړلي دوه شرکتونه چې د امریکا د تحریمونو په نوملړ کې هم راغلي د دوبۍ د استوګنې په یوې سیمه کې دوی ۲۲۸ کورونه پېرلي دي.

د راپور له مخې، دغه جایدادونه په کلني ډول تر دوو مېلیونو ډېر ډالر لاسته راوړي.

د سازمان شويو جرمونو او فساد د راپور ورکولو پروژې دارنګه لیکلي، د دوی موندنې ښیي چې په افغانستان کې د امریکا د تدارکاتو په برخه کې لږ تر لږه درې تنو نورو قراردادیانو د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې مېلیونونه ډالر تر لاسه کړي او په دوبۍ کې یې پرې جایدادونه اخیستي دي.

میر رحمان رحماني او د هغه زوی د نورو جنګسلارانو په څېر په افغانستان کې تر ټولو ډېر فساد کړی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button