نړۍ

م.م. افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلي

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اندېښمنوونکی دی

همدارنګه ملګروملتونو د بشري حقونو شورا یو ځل بیا په افغانستان کې په بشري وضعیت باندې اندیښنه ښودلې او د طالبانو د حکومت له خوا یې پلې شوې پالیسۍ په بشري حقونو یو سیستماتیک برید ګڼلی دی.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ولکر ترک، د بشري حقونو شورا غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د بشري حقونو د پاشل کیدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې دغه وضعیت د میلیونونو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ژوند اغیزمن کړی دی.

نور ولولئ: ملګري ملتونه او بشر حقونه: طالبان دې د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند بس کړي

ښاغلي ترک وویل:” د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته د افغانستان قانوني او اداري چوکاټ د ژورو بدلونونوسره مخ شوی دی. د حکومت برحاله چارواکو ته ددې یادونه کوم، چې هغوی په افغانستان کې نړیوالو بشري وجایبو په برخه کې مسوولیت لري”.

په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه

د ملګروملتونو ددغه چارواکي د وینا له مخې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونې کومه نوې خبره نه ده خو زیاته یې کړې ده، چې د طالبانو له خوا پلې شوې پالیسۍ په بشري حقونو باندې یو سیستماتیک برید دی.

ښاغلي ترک وویل:” د افغان میرمنو او نجونو ټکان ورکوونکي ځپل ډیر زیات ظالمانه دي… محدودیتونه مخ په زیاتیدونکي ډول سخت کیږي چې د ښځو او نجونو ازادۍ له منځه وړي او عملآ هغوی د خپلو کورونو دننه دیوالو کې ایسار وي او ورکوي یې”.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۴ غونډه د دوشنبې په ورځ پیل شوې ده. ددې غونډې په لومړۍ ورځ افغانستان لپاره ددغې شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د طالبانو څخه د ښځو او نجونو پر وړاندې د پالیسۍ د بدلیدلو غوښتنه وکړه. ښاغلي بنیټ د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پالیسۍ د بدبختۍ ډکې پالیسۍ وګڼلې.

نړیوال افغانان طالبانو ته وسپارل

د ریچارد بنیټ د وینا له مخې په دې وروستیو کې یې چې د کومو افغانانو سره خبرې کړي هغوی دا ګڼله چې نړیوالې ټولنې ورسره جفا کړې ده.

ښاغلي بنیټ وویل:” د دوو کلنو وروسته دا پوښتنه د ډیرو په ژبه په ځانګړي ډول د هغو افغانانو، چې د اوسني وضعیت سره مخالف دي داده چې ددې پر ځای چې مخ په خرابیدو د روان د وضعیت په غندنه اکتفا وشي، په ځانګړي ډول د نړیوالې ټولنې له خوا څه باید د وضعیت د بدلون لپاره ترسره شي، چې د یو محسوس بدلون سبب شي.”

نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان د ښځو او نجونو په مجازات سره د بشريت ضد جرم کوي

د بشري حقونو د څار سازمان هم ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د بشري حقونو په برخه کې د یو ډیر سخت بحران سره مخ دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button