نړیوال خبرونه

م.م سازمان: طالبان باید د نجونو د ښوونځیو په هکله پر خپله ژمنه عمل وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ سرپرست او د دغه سازمان د بشري مرستو همغږۍ کوونکی په ځانګړې مرکه کېوايي، طالبان باید د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په هکله خپله ژمنه پوره کړي.

په ۱۲ ولایتونو کې ښوونځي پرانیستي دي

په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرست رامز الکبروف وايي:«کله چې له هغوی سره خبرې کوو، تل اورو، چې وایي په دوولسو ولایتونو کې ښوونځي پرانيستي دي او په نورو ولایتونو کې به هم ژر پرانیستل شي. ځینې تخینکي ستونزې شته او د ښوونځيو د پرانیستلو پر وړاندې مخالف سیاست نشته. هغه څه چې اورم، دا دي چې وایي، زده کړه انساني حق دی او چارواکي یې مخالف نه دي. زه غواړم چې دا هرڅه په عمل کې وګورم. ځکه غواړم چې نجونې بېرته په ښوونځيو کې وګورم.»

نور یی ولوله| پاکستان کې افغان وګړي کولای شي په تذکره هېواد ته راستانه شي

نور یی ولوله| پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو زیاتوالی

نړیوالې مرستې چې د دې سره د مقابلې لپاره ورکول کیږي کافي ندي

رامز الکبروف زیاتوي چې په افغانستان کې بشري ناورین ختمېدونکی نه دی او هغه نړۍوالې مرستې چې د دغه ناورین د کابو کولو لپاره کېږي، بسندویې نه دي:«صادقانه وایم، کله چې د افغانستان وضعیت ته ګورم، دا ناورین به کله هم ختم نه شي، خو دا چې د خلکو لپاره دوامداره کارونه رامنځته کړو، څو عاید ولري او خپلې ستونزې حل کړي. باید په بېل ډول فکر وکړو»

ورته مهال هغه وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مسوولیت زیانمنو خلکو ته د بشري مرستو رسول دي نه د رسمیت پېژندلو مسله. د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو شاوخوا لس میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button