م.م کارپوهان: اسرائیلو په غزه کې جنسي تاوتریخوالی او نسل وژنه کړې

اړوند خبرونه:
متحده عربي اماراتو په ۲۲۳ سیالو شاخصونو کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ
د متحده عربي اماراتو بهرنۍ مرستې له ۱۹۷۱ راهیسې ۳۶۰ ملیارد درهمو ته ورسېده
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په غزه کې اسرائیل پر جنسي تاوتریخوالي او نسل وژنې تورن کړي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو اسرائیل تورن کړی چې د فلسطینیانو پر وړاندې یې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی په زیاتېدونکې توګه کارولی، میندو ته د پاملرنې او زېږون روغتیایی مرکزونو د سیستماتیک ویجاړولو له لارې یې د “نسل وژنې کړنې” کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لخوا په چمتو شوې رپوټ کې په غزه او نیول شوې لوېدیځه غاړه کې، د ۲۰۲۳م کال اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې وروسته چې حماس جګړه پیل کړه، د جنسي تېري په ګډون ځينې نورې ادعا شوې سرغړونې مستند شوې دي.
رپوټ دا هم وايي، په غزه کې د زېږون څانګو او د زېږون په کلینیکونو کې د جنینونو ویجاړول ښايي د یوې ځانګړې ډلې ترمنځ د زېږون مخنیوي لپاره یوه ستراتېژيکه هڅه وي، چې د نسل وژنې یو له قانوني تعریفونو څخه دی.
اسرائیل وايي، دا “بې بنسټه تورونه په کلکه ردوي.”
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو رپوټ ته په غوسه غبرګون ښوولی او د بشري حقونو شورا یې “یوه یهود ضد، فاسده، د ترهګرو ملاتړ کوونکې او غیر اړونده اداره” وبلله.
هغه وویل چې د حماس لخوا پر ترسره شويو جنګي جرمونو د تمرکز کولو پرځای، دا اداره پر اسرائیلو د ناسمو لارو “دروغجن ” برید کوي.
د اشغال شوي فلسطیني خاورې په اړه د څېړنو خپلواک نړیوال کمیسیون په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لخوا جوړ شو، چې د نړیوال بشر دوستانه او د بشري حقونو له قانونه د ټولو ادعا شویو سر غړونو پلټنه وکړي.