سیمه ییز خبرونه

م.م کې د پاکستان استازی: د اسلام په نوم د طالبانو له ناوړه کړنو اسلام اباد ناهیلی دی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی وايي، د طالبانو کړنې له اسلامي ارشاداتو سره اړخ نه لګوي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منير اکرم وايي، اسلام‌اباد د طالبانو له «ناوړه او ښځه‌ځپونکو» اقداماتو چې د اسلام تر نوم لاندې ترسره کېږي، ناهیلی دی.

نن جمعه د وږي پر ۳۰مه د اکرم په حواله راپور ورکړی چې طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون له وضع کېدو سره خپل ښځه‌ځپونکي سیاستونه شدید کړي دي.

د طالبانو ناوړه اقدامات

هغه زیاته کړې: «موږ له دې ناوړه اقداماتو چې د اسلام په نوم توجیه کېږي، ناهیلي یو. دا ډول اقدامات زموږ د دین له اصولو څخه سرغړونه ده چې د لومړي ځل لپاره یې د ښځو او نارینه‌وو له برابر حقونو دفاع کړې ده.»

نوموړي پاکستاني ډيپلوماټ ټینګار کړی چې طالبان لا هم له هېوادونو سره د اړیکو عادي کېدو واټن لري.

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ: د ټي ټي پي ګواښ او پیاوړي کېدل؛ د ملاکنډ د نیولو لپاره چمتوالی لري

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي څرګنده کړې: «تر هغه وخته چې امنیتي مسایلو، له ترهګرۍ سره مبارزه، بشري حقونه، ټولګ‌ډونی حکومت، ناقانونه کډوالي او د افغان کډوالو ناوړه وضعیت ته پاملرنه ونه شي، د اړیکو ريښتینی عادي کېدل به ناشونی وي.»

afghan 2024 09 20t134456.391
په افغانستان کې د افغان مېرمنو ناوړه وضعیت

د هغه په ​​اند، پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو درې کاله وروسته لا هم په هېواد کې وضعيت بې ثباته دى.

تحریک طالبان پاکستان

د اکرم د څرګندونو پر بنسټ، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په افغانستان کې ترټولو ستر «ترهګریز سازمان» دی چې د طالبانو په بشپړ ملاتړ سره د ده د هېواد پر پرځیانو بریدونه پلانوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې دوه ورځې مخکې په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ویلي و چې طالبان باید د نړیوالې ټولنې «مشروع اندېښنو» ته پاملرنه وکړي.

د دې څرګندونو په غبرګون کې تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي و چې نړیواله ټولنه د دې ډلې له مخالفانو څخه د افغانستان په هکله معلومات راټولوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button