نړیوال خبرونه

نادر نادري: طالبان د اوربند په بدل کې د خپلو بندیانو ازادولو غوښتنه کړې

نادري: طالبان د اوربند په بدل کې د خپلو بندیانو ازادولو غوښتنه کړې دحکومت د مذاکراتي ټيم غړی  ښاغلی نادر نادري وایي، طالبان د اوربند په بدل کې د خپلو اووه زرو بندیانو د خلاصون او پر دوی د لګېدلو بندیزونو د لیري کېدلو غوښتنه کوي.

ښاغلی نادري پرون کابل کې يوې خبري ناستې ته د وینا پر وخت ویلي، چې طالبانو د  درې میاشتني اوربند په بدل کې د خپلو اووه زرو بندیانو د خلاصون او له تور لست څخه د خپلو مشرانو د نومونو د لیري کولو غوښتنه کړې.ده که څه هم په دې تړاو چې د بندیانو د خلاصون او له تور لست څخه د مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه له امریکا او که له حکومت شوې؛ څه ونه ویل.

img 20210716 090531

خو د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون په اساس د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو سره په یو وخت باید پاتې طالب بندیان له زندانونو خلاص شي او امریکا د طالب مشرانو نومونه له تور لست څخه لیري کړي.دا چې لا هم طالب زندانیان نه دي خلاص شوي او  لوړپوړو طالب چارواکو نومونه په تور لست کې دي،

طالبان یې د دوحې له توافقنامې د امریکا سرغړونه بولي.بلخوا  ته نادري وايي، د بندیانو د خلاصون او له طالبانو د بندیزونو د لیري کېدو غوښتنه ډېره درنه ده او تېر ځل هم د بندیانو خلاصون د ګټې په ځای زیان کړی.هغه وویل اوس به ډېر له دقت نه کار واخلی او هره فیصله به په مشورې سره وکړي.

دا چې طالبانو د بندیانو د خلاصون او د بندیزونو د لیري کېدو غوښتنه کړې که نه؛ لا هم څرګنده نه ده، خو  حکومت تر دې وړاندې په بیا، بیا پر طالبانو د بندیزونو د دوام غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې بندیان یې باید خلاص نشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button