ټکنالوجي

ناسا د فضایي بېړۍ (وویجر ۱) په اړه تازه معلومات خپاره کړي

د ناسا فضایي اداره وايي چې وویجر ۱ بېړۍ له فضا د معلوماتو لېږل خپاره کړي دي

ناسا د امریکا د فضایي څېړنو اداره ده چې نوي کشفیات کوي او نوي معلومات ټولنې ته وړاندې کوي. دغې ادارې د یوې داسې بېړۍ په اړه معلومات خپاره کړي چې ۴۶ کاله وړاندې یې فضا ته استولې وه.

د ناسا فضايي بېړۍ وویجر۱، چې ۴۶ کاله مخکې یې فضا ته استولې وه، ځمکې ته یې د نه پوهېدو وړ مالوماتو استول پیل کړي دي.

دې موضوع د یادې فضايي بېړۍ د له منځه تلو په اړه اندیښنې رامنځته کړې دي.

له ځمکې څخه د کنټرول خونې مسوولینو هڅه کړې، چې د تکنالوژي فرمانونو په استولو سره یاده ستونزه حل کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.

یاده بېړۍ په کوم کال فضا ته لېږدول شوي وه؟

یاده فضايي بېړۍ په ۱۹۷۷ کال کې له وویجر۲ سره فضا ته واستول شوې وه او له ساینس پوهانو سره یې د مشتري او زحل سیارو په اړه څېړنه کې ډېره مرسته کړې.

ساینس پوه بیل کرټ، چې د دې پروژې یو له څېړونکو څخه دی. هیله لري، د بې مفهومه معلوماتو استول په دې معنی نه وي چې ګواکې د وویجر۱ فضايي بېړۍ کار پای ته رسیدلی دی.

نور ولولئ: ناسا له فضايي بېړۍ سره ستاسو نوم مشتري ته لېږي

نور ولولئ: ناسا د سپوږمۍ پر سطحه د چندریان-۳ انځورونه خپاره کړي

“موږ په تیرو وختونو کې د دې دوو څېړونکو فضايي بېړیو سره یو لړ ستونزې درلودې او زه باید ووایم چې د ناسا په لابراتوار کې مسولینو د یوې معجزې په توګه دا ستونزې حل کړې ترڅو دا دواړه خپل کار ته دوام ورکړي. نو زه هیله لرم، چې دوی به بیا یوه معجزه وکړي او د وویجر۱سره به بیا وصل شي.”

نوموړی وايي، که څه هم یاده بېړۍ لاهم د لمریز نظام د جاذبې تر اغیزې لاندې ده خو د لمر د وړانکو له اغیز یا هلیوپاز ساحې څخه وتلې او د ستورو ترمنځ فضا کې ده.

له لمریز نظام څخه د هغې وتل

په ۲۰۱۳ کال کې د ناسا چارواکو دا منلې وه، چې وویجر۱ بېړۍ په بشپړه توګه له لمریز نظام څخه وتلې او د وویجر۲ د وتلو اعلان بیا په ۲۰۱۸ کال کې وشو. بیل کرټ وايي: ” حیراوونکې وه کله چې موږ دې ته متوجې شو، له هلیوپاز څخه بهر د ستورو ترمنځ فضا کې د موادو ګڼه ګوڼه زیاته ده. له وویجر۱ څخه را استول شوي وروستي معلومات ښيي، چې دا ګڼه ګوڼه نسبتاْ تثبیت شوې ده.”

نوموړی وايي، چې د ستورو ترمنځ فضا دومره هم خالي نه ده لکه څنګه چې فکر کوو. دې ساحه کې ډېر زیات ذرات او الکترومقناطیسي اجسام شته دي.

بیل کرټ په یوه وروستۍ مقاله کې لیکلي، اوس کېدای شي وویجر۱ له لمر څخه ډیره لیرې تللې وي چې ان وړانګې یې ورته نه رسېږي خو وویجر۲ لا هم کولی شي چې هغه پیدا کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button