ټکنالوجي

ناسا هڅه کوي چې فضايي بېړۍ د لمر کُرې ته نږدې کړي

ناسا وايي، که دغه فضايي بېړۍ لمر ته نږدې شوه، نو دا به په تاریخ کې ثبت شي

ناسا هڅه کوي چې که چېرې دغه بېړۍ لمر ته نږدې شوه او سیګنال یې فعاله و، نو دغه فضايي ماموریت کې بریالي کېدلی شي.

ددې الوتنې پرمهال په سوځنده ګرمۍ کې څو ورځې ورسره اړیکه پرې شوې وه او ساینسپوهان به د ډسمبر پر ۲۷مه د یو سیګنال په تمه وي، چې وګوري ایا لا هم فعاله ده که څنګه.

هیله دا ده چې دا ازموینه به له موږ سره د لمر د فعالیتونو په اړه په لا ښه پوهېدنه کې مرسته وکړي.

د لمر په اړه د څو پېړیو څېړنه

په ناسا کې د ساینس برخې مشرې ډاکټر نیکولا فاکس بي‌بي‌سي نیوز ته وویل: “څو پېړۍ خلکو د لمر په اړه څېړنه کړې ده، خو تاسو ته د یوه ځای فضا او هوا تر هغه وخته نه معلومېږي چې هلته واقعا تللي نه یاست، نو موږ پرته له دې چې ترې تېر شو، د خپلې سیارې په فضا نه شو پوهېدلی”.

پارکر سولر پروب په ۲۰۱۸ کال کې والوته او زموږ د لمریز سیستم مرکز ته روانه ده.

نور ولولئ: د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته مړو ته ډیجيټلي ژوند د ورکولو هڅې

نور ولولئ: مصنوعي ځیرکتیا څومره پېژنئ؟

نور ولولئ: د ناسا تازه اقدام؛ د ۳.۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت زحل سپوږمۍ ته بېړۍ استوي

دا تر اوسه ۲۱ ځله د لمر تر څنګ تېره شوې ده، لا ډېره نژدې کېږي، خو د کریسمس پر شپه یې لیدو ریکارډ مات کړی دی.

تر ټولو نژدې لیدنه کې پروب زموږ د ستوري له سطحې ۳،۸ میلیونه مایله (۶،۲ میلیونه کیلومتره) واټن لري.

afghan 2024 12 26t093454.733

شاید دا دومره نژدې نه ښکاري، خو د ناسا نیکولا فاکس دا په اسانه بېلګه کې روښانوي: “موږ له لمر څخه ۹۳ میلیونه مایله واټن لرو، نو که زه لمر او ځمکه په یوه متر فاصله کې سره نژدې کړم، پارکر سولر پروب له لمر څخه څلور سانتي متره فاصله لري – چې دا ډېره نژدې ده.”

پروب بایډ څو درجې تودوخه لري؟

پروب باید ۱۴۰۰ درجې سانتي ګراد تودوخه او وړانګې وزغملی شي چې دا د بېړۍ د برېښنایي سیسټمونو خرابولو لامل کېدای شي.

دا په ۱۱،۵ سانتي متره (۴،۵ انچه) ضخامت لرونکي کاربون مرکب پوښ کې ساتل شوې ده، خو د فضایي بېړۍ تاکتیک دا دی چې چټکه ننوځي او چابکه ووځي.

په حقیقت کې، دا به د انسان په لاس د هر جوړ شوي څیز پرتله ګړندی حرکت وکړي، چې په یوه ساعت کې ۴۳۰,۰۰۰ مایله سرعت لري – دا له لندن نه نیویارک ته یوازې په ۳۰ ثانیو کې له الوتلو سره برابره ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button