ساینس او ټېکنالوژي

ناسا په سپوږمۍ کې د بوټو د کرلو امکان لټوي

د امریکا فضايي څېړنو اداره یا ناسا په سپوږمۍ کې د خپل نوي ماموریت پر مټ د بوټو د کرلو امکان لټوي

د نړۍ ساینسپوهان هڅه کوي چې په نورو سیارو کې د ژوند امکان څرګند کړي او راتلونکې نسلونو ته په دې برخه کې د نورو څېړنو امکان برابر کاندي.

سپوږمۍ ته د ناسا ارټیمیس ۳ ماموریت، چې ټاکل شوی په ۲۰۲۶ کې ترسره شي. دا ځل ساینس پوهان غواړي د سپوږمۍ جوړښت او تکامل په اړه پوه شي او په دې سیاره کې د انساني ژوند احتمال وڅېړي.

د سپوږمۍ خوځښتونه او زلزلې

اوس، ناسا ۳ ساینسي څېړنو را څرګندې کړي، چې له مخې یې ستورمزلي، سپوږمۍ ته د راتلونکي سفر پر مهال خپلې پلټنې کوي.

د څېړنې په یوه برخه کې ټاکل شوې چې ستورمزلي، د سپوږمې د خوځښتونو یا زلزلو او د سپوږمۍ په سطحه کې د اوبو یا یخ موندل وڅېړي او معلومه کړي چې ایا په سپوږمۍ کې د نباتاتو وده ممکنه ده که نه.

نور ولولئ:  ناسا له فضايي بېړۍ سره ستاسو نوم مشتري ته لېږي

نور ولولئ: ناسا د سپوږمۍ پر سطحه د چندریان-۳ انځورونه خپاره کړي

نور ولولئ: ناسا د سمندرونو او اتموسفیر د مطالعې په موخه سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

سپوږمۍ ته د ارټیمیس ماموریت کې درې پروژې شاملې دي، چې د امریکا د فضايي ادارې (ناسا) لخوا پلان شوي.

nasa (1)
د ناسا ارټیمېس درې ماموریت

د ارټیمیس د دغو ماموریتونو موخه د سپوږمۍ په اړه د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کول دي او هیله من دي چې په ۲۰۲۶ کال کې به تر ۵۰ کلونو وروسته انسانان یو ځل بیا پر سپوږمۍ قدم کېږدي.

د ژوند امکانات او د بوټو کرلو ازموینه

ناسا به په ۲۰۲۵ کې د دویم ماموریت، لپاره فضا ته ستورمزلي واستوي، چې د سپوږمۍ شاوخوا الوتنې وکړي او ځمکې ته راستانه شي.

وروستی ماموریت یا ارټیمیس ۳، چې اټکل کېږي د ۲۰۲۶ کال په شاوخوا کې ترسره شي او ۳۰ ورځې به دوام وکړي، ستورمزلي به ځمکې ته له راستنیدو مخکې د سپوږمۍ په مدار کې ژوند وکړي او د څېړنو لپاره به څو ځله د سپوږمۍ سطحې ته لاړ شي.

ټاکل شوې ستورمزلي د ارټیمیس ۳ ماموریت پر مهال درې څېړنې ترسره کړي:

د سپوږمۍ د چاپېریال څارنې سټیشن چې په زلزله سنج مجهز دی. هغه وسیله چې ساینس پوهان یې په سپوږمۍ کې د زلزلې اندازه کولو لپاره کاروي او د سپوږمۍ د رامنځته کېدو او نور معلومات ترې ترلاسه کوي.

د بوټو پر کښت د سپوږمۍ اغېزه، چې د سپوږمۍ پر سطحه د بوټو د کرلو امکاناتو په اړه څېړنه کوي او د سپوږمۍ د رڼا او فضا اغیزې ګوري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button