هنر او ادب

نامتو لیکوال له دغه نړۍ وکوچېده

نامتو لیکوال، شاعر او ژورنالیست «عطا محمد هیله‌من» د ورپېښې ناروغۍ له امله د امریکا متحده ایالاتو کلفورنیا ایالت کې مړ شو.

د عطا محمد هیله‌من د کورنۍ غړو رسنیو ته منلي چې  د ننګرهار ولایت دغه نامتو لیکوال، شاعر او ژورنالیست د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

هیله‌من شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو کلفورنیا ایالت ته کډه شوی و، او په جلا وطنۍ کې ومړ.

عطا محمد هیله‌من له تېرو درېیو کلونو راهیسې مغزي تومور درلود، چې په پاکستان یې د سر عملیات هم ترسره کړي و.

د هیله‌من زوی حمزه هیله‌من د خپل پلار په فېسبوک پاڼې د هغه مړینه تایید کړې او لیکلي یې دي: ” زما مهربان پلار، عطامحمد هیله‌من له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.هغه یو باایمان، زړور او د کورنۍ د ستون غړی و. زموږ زړونه پرې غمجن دي، خو باور لرو چې الله به هغه ته د جنت الفردوس مقام ورکړي. “

عطاء هیله‌من د ننګرهار د «چپرهار» ولسوالۍ اوسېدونکی وو، چې په پښتو ژبه کې یې له ننګرهار پوهنتونه ماسټري او له ملاکنډ پوهنتون څخه یې دوکتورا اخیستې په تېرو دوو لسیزو کې یې خبریالۍ کړې وه، او تر لسو ډېر چاپ شوي کتابونه لري.

د نوموړي په کتابونو کې ناولونه، شاعري او د پښتو ژبې ادبیاتو اړوند کتابونه شامل دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button