نړیوال خبرونه

ناټو ترکیه کې د افغان فوځیانو روزنه پیل ګړه

ناټو ترکیه کې د افغان فوځیانو روزنه پیل ګړه. ناټو وايي، له ژمنې سره سم یې له افغانستانه بهر دافغان حکومت د عسکرو د روزنې پروګرام پیل کړی دی.

په بلجیم کې د ناټو سازمان رسنیز دفتر یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د جون میاشتې په سرمشریزه کې ددغه تړون د ۳۰ غړو هېوادونو مشرانو پرېکړه کړې وه چې دوی به له افغانستان سره د مرستو ترڅنګ د حکومت د عسکرو روزنې او مالي مرستو ته دوام ورکوي.سرچینه زیاتوي چې د همدې پرېکړې او ژمنې په اساس اوس له افغانستانه بهر د حکومت د عسکرو روزنه پیل شوې ده خو د امنیتي دلایلو له امله یې هغه ځای مشخص نه کړ.

د ترکیې الصباحورځپاڼې پرون د پنجشنبې په ورځ لیکلي چې د تیرې چهارشنبې په ورځ د کابل حکومت د ځانګړو ځواکونو لومړۍ ډله  دغه هېواد ته رسېدلې ده.د افغان حکومت دفاع وزارت د ناټو لخوا په ترکیه کې د عسکرو د روزنې پروګرام له پیل څخه د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې دوی په دغه پروګرام کې د ګډون لپاره آماده دي.

20210731 102628

بلخوا بیا ددفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي رسنیو ته ویلي، ناټو تردې وړاندې له تروریزم سره  د مقابلې په خاطر د کابل حکومت عسکرو سره مرسته او ملګرتیا کړې، چې په خبره یې ډیره ګټوره وه او اوس چې له هېواده بهر ددغه سازمان لخوا د عسکرو روزلو پروګرام پیل شوی دوی یې هرکلی کوي.

د څارونکو په باور په ترکیه کې د افغان حکومت د عسکرو د روزلو پروګرام پیلول ښايي د ترکیې په وړاندې د افغان ولس او په ځانګړې توګه د طالبانو حساسیتونه نور هم زیات کړي.دا په داسې حال کې ده چې ترکیې تردې وړاندې له امریکا سره د یوې هوکړې له مخې غوښتل د کابل نړیوال هوايي ډګر امنیت ساتلو په پلمه خپل عسکر په افغانستان کې وساتی خو دا خبره خبره لا هم هم معلومه نده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button