Uncategorized

ناټو: تل به د افغانستان ترڅنګ ولاړ یوو

ناټو: تل به د افغانستان ترڅنګ ولاړ یوو. ناټو وايي، په هر ډول حالاتو کې د افغانستان تر څنګ ولاړه دي او له دغه هېواد سره به خپله هر ډول همکاري جاري وساتو.د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې ناټو به افغانستان کې د مهمو تاسیساتو ساتنه وکړي۔

هغه ویلي دغه راز به له یاد هېواد سره هر ډول همکاریو ته دوام ورکوي.نوموړي ویلي، چې دوی به د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکوي او دې برخې ته به ځانګړې بودیجه هم په پام کې ونیسي. سټولټنبرګ دغه راز هيله څرګنده کړې، چې افغان حکومت او طالبان ژر د سولې خبرو پایلې ته ورسیږي او په یاد هېواد کې یو دایمي امن راشي.نوموړی یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې په وروستیو کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو خپلو جګړو ته زور ورکړی،

20210608 145544

او ګڼ شمېر ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې او په زرګونو نور یې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.که څه هم ناټو مخامخ داسې ډاډ ورکوي چې په هر ډول وضعیت کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي، خو د دوی په اوړو کې هم شګه ښکاري، ځکه افغانان دا وخت تر بل هر څه زیات سولې ته اړتیا لري او د ناټو غړي هېوادونه په دې برخه کې رښتنیې همکاري نه کوي.

ناټو ته پکار ده چې دا مهال تر بل هر څه مخکې د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي او روانه ناولې جګړه پای ته ورسوي.د ناټو غړي هېوادونه په ځانګړي ډول امریکا په هر ډول کولی شي چې طالبانو باندې فشار راوړي،

څو خبرو ته غاړه کېږي، خو دا کار قصدي او یا عمدي توګه نه کوي.دغه وضعیت عام افغانان اندېښمن کړي دي او ناهیلي ښيي چې ناټو په ځانګړي ډول امریکا په سخت وضعیت کې افغانان یوازې پرېږدي او لکه څومره چې لازمه ده په هغه کچه ورسره همکاري نه کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button